ایډیټ : نصیب الله ځلاند / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
حضرت ابوسعیدخدري (رضي الله عنه) فرمایې چی یومهاجر دخپل حاجت دپاره د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) سره په یوازی والي کي لیدل غوښتل ، خو موقع یې نه شوای ترلاسه کولای ، نو یوه ورځ سهار په داسي حال کي چي جناب رسول الله (صلی الله عليه وسلم) پر اس سپور ؤ مسجد ته روان ؤ چی دغه سړی مخ ته ورغی ، دده مبارک د اس کیزه یې ټینګه ونیول او عرض یې وکړ چی ودریږه زما ستا سره یو کار دی .
جناب رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ورته وویل صاحبه! وخت ډیر تنګ دی لمونځ قضاء کیږي ، تر لمانځه وروسته به سره خبري کوو، اوس زما د اس کیزه ایله کړه چی زه ولاړ شم . غم مه کوه ستا حاجت به ضرور پوره شي ، لیکن هغه سړي د اس کیزه ټینګه نیولې وه ټینګار یې کاوه ویل زه دی نه پریږدم همدا اوس به زما کار راکوې ، جناب رسول الله (صلی الله عليه وسلم) هغه په دره وواهه او لمانځه ته ولاړ .
له لمانځه څخه چی فارغه سو ، نو یې وفرمایل ما ترلمانځه مخکي یو سړی په دره وواهه ، هغه څه شو که چیري دلته حاضر وي ولاړ دي شي ، که یې کتل چي هغه صحابي ولاړ شو ، جناب رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ورته وفرمایل صاحبه! دلته ماته له نژدې راشه! هغه هم نژدې ورته راغی ، وروسته ده مبارک ورته وویل دا دره واخله له ما څخه خپله بدله واخله ، هغه سړي ورته وویل سبحان الله ! زه په الله (جل جلاله) سره پناه غواړم ، زه به ددواړو جهانو سردار څنګه وهم ، جناب رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ورته وویل وروره ! هیڅ خبره نه ده ، ښه بې تکلیف خپله بدله واخله ، دا ستا خپل حق دی .
هغه سړي بیا هماغه خبره وکړل چي زه دي نه وهم ، بیا جناب رسول الله (صلی الله عليه وسلم) په ډیر ټینګار سره ورته وویل : آښه چي په هیڅ صورت بدله نه اخلې ، نو معاف می کړه ، هغه عرض وکړ یا رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ! ما معاف کړی یې .
تردې وروسته جناب رسول الله (صلی الله عليه وسلم) حاضرینو ته خطاب وکړ او ویې فرمایل : ای خلګو ! د الله (جل جلاله) څخه وبیریږئ ، پر هیچا باندی ظلم مه کوئ ، که چیري څوک پر یو چا ظلم وکړي ، نو د قیامت په ورځ به الله (جل جلاله) هغه ته سزا ورکړي او په همدغه ورځ به مظلوم کامیابه وي .
ماخذ: افضل الحکایت
www.taleemulislam.net