جان هري - برطانیه
د کوچنوالی څخه مي د خپلو همزولو او هم صنفیانو څخه د ګاډ (خدای)، لفظ اوردېده او حیران په دې وم چي (ګاډ څوک دی؟ څه کوي؟ څه کولای شي؟ چیری دی؟ او د خلکو سره څه تړاو لري؟ دا ټولي پوښتني زما په دماغ کي بې ځوابه وې، په دې وخت کي زه په پنځم ټولګۍ كي وم، يوه ورځ استادې و موږ ټولو ته وویل چي کلیسا ته ځو او هلته به د خدای په رحمت و پوښل سئ هلته به دعاوی وکړو، ذهنونه به مو نور هم پراخه او روښانه سي، او ستاسو لپاره به تفریح هم سي، ما له استاذې څخه په معصوم اواز و پوښتل: ایا خدای هلته او په چا شی زده کوي او ذهنونه پراخه کوي؟ دې وویل: هو! اوس به خدای وینو موږ ټوله په يوه خړ رنګه بس کي سپاره سو او کلیسا ته ولاړو، ما له استاذې څخه و پوښتل:
کومه دی خدای؟ استاذې موږ ټوله و يوې وړوکې کوټې ته وروستو چي د يوه سړی انځور رسم سویدی، چي د هغه ژړ غوندي ويښتيان چي پر مخ راځوړنده دي، څه شین وږمه سترګې يې په مخ کي دي او ولاړ دی او و موږ ته ګوري، ښوونکي و موږ ته ددې انځور په هکله تفصيل راکئ چي دا عیسی علیه سلام دی او دا د خدای ځوی دی، زما يوې ملګرې (Skate) و پوښتل چي دا د خدای زوی دی نو خدای چیری دی؟ او دا څنګه د خدای زوی دی چي زموږ په شان سترګې ، غوږونه، مخ او لاسونه لري؟ ، خو ښونکې يې په خوله کي ناړې ور و چي کړې او په (Shut up) سره يې ورته په قهر او پوره غصه ځواب ورکړ؛ زما د مخ بنيه يو څه بدله شول دا ځکه چي ما بله پوښتنه کوله، د کلیسا مشر ولاړ وو هغه بیا موږ چاکلیټ راکړ، هلته ته د مقدس بایبل (د دوی په آند) کیسه هم واورول د رخصتېدو پر مهال يې موږ ته د کلیسا د مشر له خوایوه یوه تحفه هم راکړه، و مکتب ته راورسېدو دا زما د ژوند يوه خاطره وه چي زه و نهم او لسم ټولګۍ ته ولاړم نو په هرڅه باندي پوهېدم،کله به مي له ځان سره سره دا فکر کاوه چي ولي موږ و عیسی علیه سلام ته خدای او یا هم د خدای زوی وایو؟، ده خو هم زموږ په شان خوراک کاوه، څښاک يې کاوه او ضرورت ورته پېښېدئ، درد يې درلودئ،لوږه او تنده يې درلوده نو مي هوډ وکړ:
چي رښتنی خدای پیدا کړم ، ای خدایه !!! راسره مرسته وکړه، په تدریجې ډول سره د مسلمان، يهودي، هندو، سکه بودايي اونورو مذهبي خلکو د نومونو او کړو وړو سره اشنا شوم، چي په دغه دين کي خلک څه کوي او په هغه دین کی خلک څه کوي او د خدای تصور څه دی؟ يو سکه دوست (Lal Singh)مي درلودی او يوه ورځ مي ورته وويل چي ستاسي خدای څوک دی؟ ده ځواب راکئ چي زموږ خدایان ډېر دي، يو د باران خدای دی بل د څه شي او بل دڅه شي خدای دئ، له ځانه سره مي وویل چي خدای خو یو دی او ستاسو خو زموږ (عیسایانو) څخه لاره ډېره ورکه ده چه و هر شي ته خدای وایاست ؛
کله چي و پوهنتون ته ولاړم هلته بل شان محیط او اتوموسفیر وو، هلته د د هرې عقیدې شاګردان شتون لري او هر یو په دې اند دی چي موږ پر حق يو، ما داسی مهال وېش جوړ کړ چي د هر مذهب وا لاسره به ګورم د خپلې (Glory)سره مي دا خبره شریکه کړل، هغې راته مشوره راکړه چي د هر چا سره وګوره البته د مسلمانانو سره به نه ګورې، هغه ډ پر خطرناک دي، دا د انسان يو طبعي ځانګړتیا ده چي هر شی نا اشنا وي و هغه ته د سړي تلوسه ډېره وي ، مسلمانانو ته مي تلوسه ډېره سوه، د پوهنتون په اول کال ښه درسونه و لوستل او هلته طبعی ده چی روحی پرېشانۍ ډېرې دي، آرام نسته،يوه وجه يې داده چي هلته نشي ،شراب فحاشی او داسی نور په زرهاوو ناوړه کارونه دي چي په يورپ کي ۸۷٪ خلک د طبعي خوب څخه محروم دي، چي زه هم يو له هغو څخه یم ،زما همصنفیانو څخه يوه د نه ارام او روحي فشار له کبله ځان و لوی تمساحو (Crocodiles) ته په پارک کی ورواچاوه، او و ماته به يې ويل ( زه ارام نه لرم او ځان به د حیواناتو خوراک کړم.) بل يې خپل ځان پر (Express High Way تر اورګاډې لاندی کړ چي غوښې او هډوکي يې پر هغه ځان سره اوبه شول او د (NewSweek) د خبر په حواله یواځی په برتانیه کي هر کال (۱۳۲۲ ) شاګردان خپل ځانونه وژني د ډېري پرېشانۍ له کبله کله په نیکټایي ځانونه زړوي او کله په زهرو ځان وژني او کله هم زیاته نشه و کي او داسی نور---
زما پرېشانې هم ورځ په ورځ زیاتېده، ، پوهنتون مي و پایته ورساوه، ډېر ژر يوه وظیفه هم راته پیدا سوه، په اقتصادي لحاظ سره هم ښه وم، و تفریحي ځايو، (Private Beach)ته کله د ( Glory) سره هم تلم، خو زما فکر ډېر او لوی مشکل داوو چي طبعي خوب مي نه درلوئ او کله به مي لکه لېونی د خوب کولی (Sleeping Pills) خوړلي ، کله به مي پلاستر او اکثره وخت به مي زیاته نشه په شرابو کوله، چي تر ساعتونو ساعتونو پوری به نشه وم، چي ددې حالت څخه مې هم ډېر خوند نه اخستی؛ په حقیقت کې زه په لعنت اخته وم، داځکه چي هغه ناروغۍ چي د شرابو څخه پیدا کیږي د هغو علاج نشته، يوه ورځ زه او (Glory) دواړه په بس کې سپاره وو اوNational Thems Park پرلاره روان وو داسی مې ورته وویل: زه په برتانيه کي چي څه مذهبونه دي هغه ټول څکم پر هر يوه کي چي مي دا طبعي خوب او سکون پیدا کړ هغه به تر مرګه پوری منم او ته به مي ملګري کوې، دې راته وویل داسی مذهب به وي هغه که وو هغه به (Christianity) عیسائیت وي ، ما خبره ورغبرګه کړه چې په دې کي خو هیڅ ارام نشته او د کوچنوالی څخه يې زه په دې لټه کي یم دا صرف پر خیالاتو ولاړ دی ، او بس؛
يوه ورځ يواځی د لندن و مرکزی جامع جومات چي د ټولو مسلمانانو ځای دی ولاړم، اوس زه په دې راغلی یم چي د مسلمانانو حال و ګورم چې اسلام د خدای په هکله څه تصور لري، او خپل مشکلات و پوه عالم ته وړاندي کړم، او حال داچې هره ورځ مسلمانان د ترهګرو او نفرت کوونکو خلکو د ډلې دي، او په دې سره زموږ په ټولنه کي شهرت لري، او بلي خواته زما دماغ هم داسي جوړ دی، چي د مسلمان مي نفرت او کرکه کېده، و دې جومات ته داخل شوم او ډېر مسلمانان وځي او راځي، کله چي د جامع و انګړ ته داخل سوم، يو روښانه مخ درلودونکی انسان چي سپینې جامې يې په ځان وې، سپینه بګړې يې پر سر وه ناست ؤ و خلكو ته د وینا په حال کي وو، زه چي د جومات په احترام ناستی او پاستی نه پوهېدم و هغه ځای ته چي دا نوراني سړي خبرې کوي د بوټو سره ورغلم، د يوه ښه نوراني ځوان راته فکر سو راولاړ سو راته يې وويل چي دا مقدس ځای دی او لطفا خپل څپلي و خېژوه، ما وکښلې او ده راڅخه واخستې، په ډېره مینه سره يې هلته ورويستلم او بيان لا مخکي پیل وو، د خبرو کولو پر مهال دا نوراني پوخ سړی خوب زنګوي دوې خبرې به يې وکړې، بیا به يې سترګې پټې سوې بیا به ویښ سو او بيا به ويده سو، ما له ځانه سره فکر وکړ چي مسلمانان خو شراب حرام ګڼي خوب ورځي چي وي، په دې.
جريان کي مي ددې ځوان څخه و پوښتل : ده کومه نشه کړېده؟ ده ځواب کرار په غوږ کي راکی چي دا عرب شیخ دی او و موږ ته لارښوونې کوي، او دا د خدای دوست دی، او دا د اسلام برکت دی چي ده ته دومري طبعي خوب ورځي، ما ورته وويل چي دومري طبعي خوب دا نه منم ځوان راته وويل چي پنځه دقیقې وروسته به ته خپله ددې شیخ سره ووینې. د جامع جومات و يوې ستنې ته مي ځان ورایله کړ او په دې فکر کي یم چي دا څرنګه نوراني انسان دی او په موږ عیسایانو کي خو فېشن والا ډېر زیات دي او دومري نور نه پکښې ځليږي، د معمول سره سم وخت پوره شو شيخ لا هم هغسی خوب زنګوي، ځوان زه د هغه ملاقات ته ورويستلم شیخ له ما پوښتل چي څوک يې او له کومه ځایه راغلی يې؟ ما ورته وویل: زه (Jhon Herry) يم او ستا سره وینم او زياته مي کړه چي و تاته دا څنګه خوب در تلئ؟ شیخ وویل:
دا د اسلام او قرآن برکت دی، ما ورته وویل په اسلام کي و ماته داسی شی و ښایه چي ماته هم ستاسو په شان طبعي خوب راولي، شيخ راته وويل چي غسل به و كي هغه په اسلامی طریقه سره او بیا يې يو جهت راوښایه چي د قبلې لور وو او دایې راته وویل چي ښی لاس به تر خپل سر لاندي کړې پر راسته بغل به پرېوځې او دا توری به ووايي: لااله الاالله محمد رسول الله، څرنګه چي عربي زما لپاره ډېره مشكله وه نو يو کتابګی یی راکړ چي په هغه کي د کلمې تورې، مانا او تلفظ ټوله په انګلیسی ژبه لیکل شوی وو، د ځان سره مي وویل چي ځه امتحان خو بي کې، چي ایا دا دین حق دی او که ناحقه دی، که پر حق وو نو در ته به په دې يوه خبره معلوم شي، روان سوم و کورته ولاړم، کله چي و کور ته ولاړم دا وخت زما ښځې (Merry Herry) مری هری، د ماښام ډوډۍ تياروله، هيڅ مي ورته وه نه ويل د ډوډی د خوړلو وروسته و (Bath Room) غسل خانې ته د غسل کولو لپاره ولاړم د غسل څخه وروسته بغير د شراب خوړلو نیغ و خپل وطاق ته ولاړم، دروازه مې بنده کړه چي بیا مې څوک مزاحم نه سي په کوم ترتيب چي شیخ راته ویلي وه په هغه لور او هغه بڼه سره پرېوتم او هغه توری (کلمه) مي وویل:
چي ای لويه خدايه زه ستاپه لټه کي یم هغه دین چي ستا دي هغه و ماته راپه نصیب که او حقه لاره راوښایه، درې واره دا کلمه( لااله الاالله محمد رسول الله) نه وه پوره کړې چي په داسی خوب ويده سوم چي په ځان نه یم خبر د درو ساعتونو څخه وروسته Merry Herry دروازه ټکولې ده، کوم ځواب ېي نه دی پیدا کړئ، دا پر خپله لاره تللې ده ،چي ځه ستومانه به وي او یا به يې ډېر شراب خوړلی وي، زما ملګري Gloryلوری هم په نیمه شپه کي راغلې ده او پوښتنه يې Jhon چیری دی؟ او چیری تللی وو؟، هري ورته ویلي وو چي هغه ستړی ستومانه راغئ د ډوډۍ څخه وروسته بیده سو او زما سره يې کومه خبره نه ده کړې، د شپې پر يوې بجې Glory دروازه ټکولې ده او زه په هیڅ خبر نه يم، دوی دواړو فکر کړی دی چي جان او دومري خوب داسي نه چي د ډيرې نشې څخه مړشوى وي، دواړو بي څومره وس پکښې وو يې کړی وو خو دروازه نه خلاصیږي:
او نه هم د جان له لوري کوم ځواب ورځي، دواړو په چیغو چيغو سره و پولیسو ته خبر ورکړیدی، چي جان مړ دی پولیس راغلی دي په داسي حال کي چي دروازه په برقی ارې سره پرېکوي زه يې په اواز سره راویښ شوم، دماغ مي ډېر ارام او تازه وو، زه دروازې ته ولاړشوم چي دا څه ږغونه ، زوږ او چیغي دي، چې دروازه مي خلاصه کړه نو يواځی کور د پولیسو څخه ډک وو، Gloryپه غيږ کي ونیولم پوليسو يې له غيږ څخه کش کړم او امبولانس ته يې واچولم، زما مېرمن او Gloryپه بل موټر کې د پولیسو سره سپرې شولي، او روغتون ته یی بوتلم، ما ورته وویل چي څه پېښه ده او په ماڅه سويدي؟ ما پر پردئ ما پولیسو مشر راته وويل چي ډېره نشه کړېده اوس خبرې مه کوه د تداوي څخه وروسته به حال راته ووایي، ما ورته وویل By God په خدای ماهیڅ هم نه دی خوړلی او ټوله کیسه مې د پولیسو مشر، Gony و Herry ته وکړل د کیسې کولو پر مهال مي د اسلام د ډېر شوق او خوند څخه تر سترګو بې اختياره اوښکې را ایله وې، او Glory ته مي مخ ورواړاوه چي قسم په خدای چي دا دین (اسلام) حق دین دی ، او که ته او Herry زما پر لاره ولاړې نشئ زه همدا اوس ستاسو څخه پردی یم او ستاسو هيڅ پروا هم نه کوم؛
دلته زه ډېر احساساتي سوم ډېر څه به مي د اسلام د رښتینولی په هکله ویلي وي، خو په اخر کي مي دا هم ورته وویل چې دا په واقعيت کي الهي دین دی د څو تورو په ویلو سره په ما کي دومري بدلون راغئ او داسی خوب مي وکړ چي اوس زه د پوره ارام او سکون احساس کوم، کومه خوشحالي چي زه نن لرم د هغې ادراک تاسی نشی کولای، قسم په خدای چي دا دین رښتینی دین دی له هغه ځایه څخه زه، زما مېرمن او Gloryو هغه جامع جومات ته ولاړو او شیخ ته مي ټوله کیسه واوروله، ما چي کله دا کيسه ورته کوله زما، زما د مېرمني او Glory او ښکي بهېدې او ګرېوانونه مو ټول لانده سول ، په دغه ورځ ټولو پخپله خوښه سره د نورو مسلمانانو په وړاندي کلمه د، اشهد لااله الاالله واشهدان محمد عبده ورسوله، وويله او مسلمانان شولو، زما او Herryنکاح هلته د دوهم ځل لپاره وتړل سول، يوه يوه د قرآن کریم نسخه او ډېر اسلامي اړین کتابونه يې راکړل، دا ورځ۱۱، ۱۲، ۲۰۰۸ دسې شنبې ورځ وه، اوس موږ ټوله د پوره خوښې او ارام احساس کوو، او په عمر کې مو د ژوند نوې دروازه پرانستل شوه، ټولې پرېشانی، ناوړه فکرونه او ناخوالې مو ختمې شوې۔
ماخذ: ماولي اسلام قبول کړ
www.taleemulislam.net