تازه سرليکونه
د (زه ولي مسلمان سوم؟) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ژول اي ويت د مسلمانېدو کیسه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 28, 2021
  0

د ژول اي ويت د مسلمانېدو کیسه


رالیږونکي: محمد شفیق /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


بيتي باومن وايي : کله چي مې د ژول عکس وليده نو ورته مې زنګ وواهه او ورسره وغږېدم ، خبري يې هم لکه د هغه ظاهر غوندي ښایسته معلومېدې او کله مي چي د دي کتاب د ليکلو په اړه ورته وويلې نو وعده يي وکړه چي د اسلام پر لور خپل سفر به حتما راته لیکي يو څه موده وروسته يې خپله کيسه او يو اغېزمن لیک راته راولېږه چي له لوستلو وروسته يي واقع هر څوک اغیزمن کیږي .


ګراني باومن خورې السلام عليكم ورحمة الله وبركاته که په یاد مو وي له ما څخه مو غوښتي ول چي درته وليکم چي زه څنګه مسلمان شوی یم ، واقعا دا د الله له لوري یوه هدیه وه چي ما ته يي راکړه  هېڅ مسلمان سره مي هم نه و لیدلي . 


ما هېڅ د اسلام په اړه نه وه اوریدلي خو ولې تل به مي راز او نیاز کاوه او پدي معتقد وم چي دا ټوله دنيا د الله(جل جلاله) ده ، ما به تل يو ورک احساس د دي کاوه چي زه باید د اسلام په اړه مطالعه وکړم ، يوه ورځ مي له چا څخه پوښتنه وکړه هغه راته د يو مسجد ادرس راکړ   هلته د مسجد امام د يو خور د موبایل شمېره راكړه او ما له نوموړې خور سره اړیکه ونيوله هغه خور له ما وپوښتل چي ولي غواړي چي د اسلام په اړه مطالعه وکړي؟


 ما ورته په ځواب کې وويلي : ځکه چي لومړي ځل لپاره جبرائیل هم محمد ته ویلي ول چي ووایه ، هماغه وه چي نوموړي خور زه ځينو د درس ټولګيو ته وروپېژندلم او د یوي اونۍ په جریان کې مي ټول لمونځونه اداء کړل.


ښايي دا يو اسانه کار وه خو د لمونځ د کلمو ویل هغه خواږه الفاظ وه چې تل به ما له ځانه سره له مسلمانېدو مخکي ويلي، زما د لورکۍ چي اوس لويه شوي ده شور ماشور چي د اذان په وخت کي به مي ورته وويلي غلي شه هغه به هم غلي شوه او اذان ته به يي غوږ کېښوده چي اوس هغه هم مسلمانه شوېده . 


زه حقیقت  خدای جلاجل له د زړه له تله دوست ګڼم او د هغه عاشق يمه . 


تل ماته د لارښوونې کولو شکر يې ادا کومه ، کله چې د اسلام مینه او خوند درکوو نو د ژوند لوړي او ژورې راته د تحمل وړ ګرځي . حج او عمره مي کړي ، مخکي مي واده کړی وه خو اوس متاهل نه يمه او له خدایه(جل جلاله) غواړمه چي ماته پاک او ښایسته قلب ( زړه ) راکړي تر څو نورو ته د هغه په وسیله مرسته ورسوم . 


که تاسي وخت پیدا کړ نو د خپلو کارونو ، طرحو او پلانونو څخه مي خبر کړي.


ماخذ : زه ولي مسلمان شوم 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته