تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کفالت ډولونه او مالي کفالت
 
  March 20, 2014
  0
کفالت پر دوه ډوله دى :

(١ ) مالي کفالت ( ٢ ) ځاني کفالت .

ځاني کفالت ته په عربي کفالة بالنفس وايي او مالي کفالت ته کفالة بالمال وايي .

مالي کفالت
د بل د پور ضمانت کولو ته مالي کفالت وايي پور ته دَين وايي ، د چا چي پر بل چا پور باندي وي هغه ته دَائن وايي او پر چا چي د بل پور باندي وي هغه ته مَدِين يا مَدْيُون وايي .

په مالي کفالت کي که د پور مقدار معلوم وي او که نامعلوم وي ضمانت يې صحيح کيږي .

په مالي کفالت کي پور د اصيل د ذمې څخه نه اوړي ، بلکي د هغه پر ذمه پاتيږي البته په مطالبه او غوښتنه کي يې کفيل هم ورسره يو ځاى کيږي .

همدا وجه ده چي په مالي کفالت کي دائن اختيار لري که د مَدِين يعني اصيل څخه د خپل پور مطالبه او غوښتنه کوي او که د کفيل څخه يې مطالبه او غوښتنه کوي 

که پر اصيل د پور ورکولو مده ورسيږي خو کفيل په کفالت کي تر هغي مدې وروسته نېټه ټاکلې وي نو پدې صورت کي دائن د اصيل څخه مطالبه کولاى سي خو د کفيل څخه يې مطالبه تر ټاکلي نيټې وړاندي نسي کولاى .

که کفيل د مَدِين ضمانت د هغه په غوښتنه وکړي نو هغه پيسې چي کفيل يې د اصيل په پور کي دائن ته ورکوي کفيل د هغو غوښتنه د اصيل څخه کولاى سي .

کفيل د اصيل څخه د پور تر ادا کولو دمخه د پيسو مطالبه نه سي کولاى ، بلکي تر ادا کولو وروسته د هغونو پيسو مطالبه کولاى سي څونه چي يې د هغه په پور کي دائن ته ورکړي وي .

که دائن د کفيل څخه د پيسو مطالبه کول ، کفيل يې نه پرېښاوه په پسې وو بيا کفيل د خپل ځان د خلاصون د پاره د مَكْفُولٌ عَنْه  څخه مطالبه  کولاى سي يعني په هغه پسې کېدلاى سي چي د دائن پور ادا کړي .

دغه ډول که کفيل د مَكْفُولٌ عَنْه په پور کي بندي سي هغه بيا مَكْفُولٌ عَنْه بندي کولاى سي ، ځکه هغه دى پدې مصيبت اخته کړى دى .

که کفيل د مَدِين ضمانت پر خپل سر وکړي يعني مَدِين يې د ضامن کېدلو غوښتنه نه وي کړې  هلته بيا کفيل د اصيل يعني مَدِين څخه د هغو پيسو طلب نه سي کولاى کومي چي دائن ته يې د هغه په پور کي ورکړي ، ځکه په دې صورت کي کفيل د ضمانت په کولو کي متبرع يعني خيراتي بلل کيږي ، البته که  اصيل په خپله خوښه د هغه د پيسو مجراء ورکول بيا يې ځني اخيستلاى سي .

د مالي کفالت پاى

مالي کفالت په دوو شيانو و پاى ته رسيږي:

لومړى : د پور په اداء کولو .
دوهم : د دائن په ابراء ورکولو .

په کفيل او اصيل کي چي هر يو د دائن پور ادا کړي د کفيل کفالت پاى ته رسيږي . 

دغه ډول که دائن د کفيل تر کفالت ور تېر سي يا مَدِين ته تر پور ورتېر سي هلته هم د کفيل کفالت پاى ته رسيږي ، بيا دائن د کفيل څخه مطالبه نه سي کولاى .

که دائن کفيل ته تر کفالت ورتېر سي يا مَدِين ته تر پور ور تېر سي دغه ته ابراء وايي په ابراء سره کفالت پاى ته رسيږي .

ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته