د دریو کسانو کومک الله (جل جلاله) پر ځان لازم کړی – رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمایلي دي: د ۳ کسان کومک الله (جل جلاله) په خپل فضل سره پر خپل ځان لازم کړی دی.
لومړی: یوه هغه غلام دی چې دی غواړي د خپل مالک څخه د پیسو به بدله کې خپل ځان آزاد کړي.
دوهم: بل هغه نکاح کوونکی دی چې د ښځې سره په دې نکاح کوي چې د ناروا څخه ځان په وساتي.
دریم: بل هغه مجاهد دی چې د الله (جل جلاله) په لاره کې د کفارو سره جنګیږي. (رواه ترمذي، نسايي و ابن ماجه)
د دغو ۳ کسان سره کومک الله (جل جلاله) پر خپل ځان لازم کړی دی یعني حتماً الله (جل جلاله) کومک ورسره کوي.