نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: والله! دا دنيا د آخرت په نسبت فقط همدومره ده لکه په تاسو کي چي يو څوک خپله ګوته په درياب کي غوټه کړي نو بيا دي وګوري چي ( پر ګوته يې څومره اوبه ) را اخيستل کيږي (لکه څنګه چي پر ګوته باندي اوبه د درياب په مقابله کي ډيري لږ دي همدغه رنګه دا دنیا د آخرت په مقابله کي لږ شی او لږ وخت دی). رواه مسلم