په مسلمان پسي ناحقه خبري کول او د هغه سزا:
عَنْ أَبِي ذَرٍّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : مَنْ شَانَ عَلَى مُسْلِمٍ كَلِمَةً يَشِينُهُ بِهَا بِغَيْرِ حَقٍّ أَشَانَهُ اللَّهُ بِهَا فِي النَّارِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ.[المستدرک 7893] ژباړه: د ابوذر رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چي په مسلمان پوري ناحقه خبره وتړي چي دده عيب په ښکاره کوي الله تعالی به دی د همدغه کلمې په خاطر د قيامت په ورځ دوږخ ته واچوي. نو کوښښ وکړئ چي په هيڅ مسلمان پسې بې ځايه خبري او تبليغات مکوئ او د هيڅ مسلمان د معيوب ښکاره کولو کوښښ مکوئ چي خدای مکړه په همدې سبب دوږخ ته داخل نسئ.