نبي اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: کوم شخص چي اودس وکړی ښه (په ادابو او شرایطو يې) اودس وکړی او بیا (مسجد ته) ولاړی نو خلګ يې ولیدل چي لمونځونه يې کړي دي نو الله به د هغه چا په ډول ثواب ورکړي چي هغه جماعت ته په حاضرېدو سره لمونځ کړی وي او ده ته په ثواب ورکولو سره د هغو په ثواب کي کمی نه کوي. رواه أبو داود والنسائي