هره هغه نامعلومه سودا چي په آخر کي د بايع او مشتري ترمنځ د نه حل کېدونکي جګړې او اختلاف سبب ګرځي هغه سودا شرعًا فاسده بلل کيږي .
مثلاً : د پور په سودا کي که د پيسو د ورکړي مده او نېټه و نه ټاکل سي نو دا سودا فاسده ده ، ځکه د پور ميعاد نه ټاکل د بايع او مشتري ترمنځ د نزاع او اختلاف لامل ګرځي .
بايع به يوه هفته وروسته د پيسو طلب ځني کوي خو مشتري به ورته وايي يوه مياشت وروسته يې درکوم .
مَبِيعَه او ثمن څنګه معلوميږي ؟
مَبِيعَه او ثمن د جنس ، نوع او مقدار په بيانولو معلوميږي .
مثلاً : که د يوه من سېلا ورجو سودا په دوو سوو افغانيو وکړل سي سودا صحيح ده ، ځکه چي هم د ثمن جنس او مقدار چي دوه سوه افغانۍ دي معلوم دي او هم د مَبِيعِې مقدار چي يو من دي او هم يې جنس او نوع چي سېلا ورجه ده معلوم دي .
په سودا کي چي مَبِيعَه او ثمن معلوم وي نو د بايع او مشتري تر منځ ستونزه نه را منځ ته کيږي .
که يو څوک يو من ورجي په دوو سوو افغانيو رانيسي ، خو دا چي څه ډول ورجي دي هغه بيان نه کړي نو دا سودا فاسده ده ، ځکه چي د مَبِيعِې ډول او نوع نامعلوم دى ، د نوعي نامعلومتيا د نه حل کېدونکي نزاع او اختلاف لامل ګرځي ، ځکه مشتري به مثلا سېلا ورجي ځني غواړي خو بايع به پنډي ورجي ورکوي .
اشاره : و مَبِيعِې او ثمن ته که اشاره وکړل سي که څه هم يې مقدار او صفت بيان نه کړي بيا هم سودا صحيح کيږي ، ځکه په اشاره شى دا ډول تعيين کيږي چي د تسليمۍ په وخت کي يې په مقدار او صفت کي د بايع او مشتري ترمنځ اختلاف نه راځي .
که په بيع کي د ثمن مقدار يعني مبلغ معلوم کړل سي ليکن صفت يې يعني افغانۍ ، تومن يا کلداري بيان نه کړل سي ، دلته بيا د دې مبلغ څخه رواجي سکه مراد اخيستل کيږي .
په هره سکه چي خلکو سودا کول هغه سکه مراد ځني اخيستل کيږي .
که په يو ځاى کي څو سکو رواج درلودى ، هلته که څوک د پيسو صفت بيان نه کړي مثلا په دوو زرو يو شى پر بل خرڅ کړي ، دلته بيا د پيسو څخه هغه سکه مراد اخيستل کيږي چي په هغه زياته راکړه ورکړه کيږي .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات