نعمت الله شاکر/ تعلیم اسلام ویب پاڼه
منفي واقعيتونه پټول د دغو کسانو کار دی
۱) غوړمال او پر موقف بيرېدونکي اشخاص؛
۲) پټ خائن چي د خپلو خيانتونو پر افشاء کېدو بيرېږي؛
۳) په فسادونو او تخريب خبر وي؛ خو شواهد نلري؛
۴) بيريږي، چي د انتقام اخيستلو په ګناه کي مشغول نسي؛
۵) د خپل قهر سړېډو او نفسي غوښتنو لامله د معلوماتو په ارائه کي له مبالغې څخه بيريږي؛
۶) د واقعیتونو اظهار د نظام د تخريب په مفهوم ورته تزريق سوی وي؛
۷) د نظام مخالفينو ته د تخريب لپاره د اسنادو او ثبوتونو پر حصول بيريږي.
نوټ: د منفي واقعیتونو پټول د اولس، نظام او هيواد سره نه بخښونکی خيانت او جنايت دی؛ خو په عامو محلونو او مطبوعاتو کي د منفي واقعيتونو نشرول د ترميم پر ځای تخريبی اثرات پريږدي.
بل نوټ: د هر منفي تصميم او اقدام منبع او عامل تشخيصول او په حکمت، پوره زغم او حوصله د مربوطو امرينو او حتی مشرتابه سره شريکول د اولس د هر فرد ديني او ملي وجيبه ده.
www.taleemulislam.net