د روژې اثرات د ساينسي څېړنو په رڼا کي
(لومړۍ برخه)
ډاکټر عبدالکریم متین/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
دلته بايد دا خبره واضح سي چي د غير مسلمانو طبي علومو د پوهانو په نزد روژه عبارت ده د ځان وږي او تږي ساتل د اوږده وخت لپاره يعني تقريبا د 12 نه تر 18 ساعتونو پوري.
۱- د روژی اثرات پر عصبي سیستم
څیړنو ښودلې ده چي اوږمحاله لوږه تقریبا د12 سخه تر 18 ساعتو پوري داوږدې مودې لپاره د انسان پرصحت یو زیات شمېر مثبت اثرات لري:
اول هغه ستاسي د دماغ په صحتمند کيدو کي مرسته کوي اوږ د محاله لوږه او د اوږدې مودې لپاره یوه ماده چي BDNF یعني brain derived neurotrophic factor نومیزي په دماغ کي زیاتوي کوم چي د دماغی حجراتو د زیاتوالی سبب کيږي او په نتجه کي د دماغ وظیفوي ظرفیت زیاتیږي.
• د جان هاپکن یونیورستي یو پروفیسور مارک ماتسن چي د نیرو ساینس لیبارتری چيف اوnational institute of ageing مسوول دئ، هغه پردی یو تعداد لیکنی کړي چي هغه دا ښیي چي په هفته کي دوې ورځي روژه نیول د alzhimers او parkinsons امرضو چانسونه کموي، کوم چي مخ په زیاتیدو دئ، چي دا دواړه خطرناک او لا علاجه عصبي امراض دي او هغه وايي دا خبره د ډیره وخته واضح سوی، چي تغیر په غذایی رژیم کي د دماغ پر وظایفو بې اثره نه دئ، عصبي علومو ښودلې چي زیات خوراک یعني پرخوري دماغ ته ضرر رسوي.
پروفیسور ماتسن وایي، چي روژه یو تعداد نیرو کيمیکل تغیرات په دماغ کي منځ ته راوړي کوم چي د دماغ زکاوت لوړوي، التهاب کموي او د فشارونو په مقابل کي برداشت زیاتوي، روژه د دماغي پروتین د زیاتوالي سبب کيږي، کوم چي د دماغي حجراتو او د هغوی په منځ کي د ارتباط ورکونکي رشتو د نشونما سبب گرځي.
روژه د زدکړی او یاداښت قوت زیاتوي
روژه د ماغ په هایپو کيمپس ساحه کي نوي حجرات منځ ته راوړي، کوم چي د اوږد محاله حافظې سره مرسته کوي، همدارنگه پروفیسور میتسن وموندل کوم کسان، چي روژه نیسي په هغوی کي د DNA جوړونکو repair عصبي حجراتو اضافه توب لیدل کيږی,DNA د جنیتکي خاصیتونو په انتقال کي مهم رول لري.
پروفیسور میتسن دا تغیرات په هغه کسانو کي ذکر کړي کوم چي یې په هفته کي دوې ورځي روژې نیولي، چي زموږ ستر لاښود نبی کریم ص 1400 کاله مخکي موږ ته د دې توصیه کړې چي تاسي په هفته کي دوې ورځي یعني دوشنبه او پنجشنبه روژه ونیسي نو ځکه خو وایي، چي په اسلام پوهېدل او عمل پرې کولو کي شفا ده.
۲ - روژه د بدن څخه دtoxin یا زهري موادو د اخراج پروسه تیزه وي
خصوصا تیاري غذاگاني processed foods چي نن سبا زیاتي استعمالیږي، چي په صحي لحاظ یې استعمال ښه نه دئ او داسي غذاگاني د ځان سره یو زیات شمېر توکسنونه هم زموز بدن ته انتقالوي او بیا دا غذاگاني زموز په بدن کي د شحمو په ډول زخیره کيږي او کله چي د اوږدې لوږي له سببه دبدن د گلوکوز زخیره ختمیزي نوبیا په بدن کي دهمدی زخیره سوو شحمو تجزیه شروع کيږي ترڅو بدن ته لازمه انرژي ورکړي او په نتجه کي توکسینونه هم ازادیږي او بلاخره دبدن څخه خارجیزی.
۳ – د شگر ناروغي
د شګر ناروغي نن نړۍ کي ډېره خپريدونکي ناروغي ګڼل سوې. خو روژه د دې مرض مخنيوی په وقايوي او هم معالجوي ډول سرته رسوي.روژه د پانکراس غدې ته ارام ورکوي، پانکراس هغه غده ده کومه چي د خوږو موادو د هضم لپاره انسولين افرازوي، ترڅو شګر دویني څخه داخل د حجراتو ته انتقال او هلته زخیره کړي، خو کله چي انسان ډیرخوراک کوي او دوامداره ئې کوي د پانکراس غده يوډول ستړې کيږي او د خپلي دندي سرته رسولو کي سستيږي تردې، چي د خپلي دندي سرته رسولو کي پاتي راسي، بيا خواږه مواد له وينو سره يوځای کيږي، وينه کي خواږه مواد زياتيږي تردې چي د شکري ناروغۍ اثار ښکاره سي.
روژه د انسولین په مقابل کي دحجراتو حساسیت زیاتوی، کله چي حجرات په اسانۍ سره د انسولین پواسطه تحریکيږی نو د ډوډی نه بعد د ویني د شوگر په تنظیم کي ډیره اسانتیا رامنځ ته کوي او په کمه اندازه انسولین کولای سي شوگر کنترول کړي چي دا کار پانکراس ته کار اسانه وي او پانکراس ته استراحت ورکوي، په یوه څیړنه کي ځيني داکترانو د شکري ناروغۍ درملنه د کيمياوي دواګانو پرځای په روژه باندي کړې. ناروغ ته هره ورځ د لسو نه زيات او شلو نه کم ساعتو پوري د نه خوراک او څښاک توصيه کړې او دې ته یې تر درې اونيو پوري دوام وکړي او هره ورځ د خپلي روژې پای کي یې د لږ او سپک خوراک توصیه ورته کول، چي دې ازمويني د شکری ناروغۍ اخته ناروغانو باندي مثبتي اغېزې درلودئ او د 60% په شاوخوا کي د شکري ناروغان موږ کولای سو په ابتدایي حالاتو کي صرف د پرهیز او تمرین پواسطه معالجه کړو.
نور بیا...
www.taleemulislam.net