لیکنه: الحاج مولوي ملا عنایت الله صاحب، طایف/ سعودي
اوس به هغه کارونه یا هغه اسباب در ته بیان سي چي انسان ته مرګ ور په یادوي یا د مرګ د یادولو باعث ګرځي:
اول: قبرو او هدیرو ته د عبرت دپاره ورتګ، نه لکه زموږ په وطن کي چي د فسق او فجور د پاره هدیرو او زیارتوته نر او ښځي ورځي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
زُورُوا القُبُورَ فإنّها تُذَکِّرُکُمُ الاْخِرَةَ. (رواه احمد و ابو داؤد)
یعني: و قبرو ته ورځی ځکه دغه ورتګ قیامت او آخرت در په یادي.
دوهم: د مړو د غسل ورکولو و ځایو ته ورتګ او د غسل په وخت کي د مړو لیدل.
و لیدل چي دوی د ځکندن په حالت کي وي، د مرګ د دردو او سختیو څخه په تکلیف او زحمتو کی وي او د حاضرینو د طرفه د شهادت کلمه ورته ویل کیږي.
څلورم: د جنازو سره تلل او پر هغو لمونځ آدا کول، د هغو د ښخېدلو او په قبر کي د ایښوولو حالات لیدل.
پنځم: د قرآن مجید تلاوت خاصتاً د هغه آیاتو ویل چي د مرګ او د مرګ د سختیو بیانول پکښي موجود وي لکه د الله جل جلاله دغه قول چي فرمايي:
وَجَاءَتْ سَكْرَةُ الْمَوْتِ بِالْحَقِّ ذَلِكَ مَا كُنْتَ مِنْهُ تَحِيدُ. (ق: ۱۹)
شپږم: مرض او سپین ږیرتیا ځکه دغه دوه د عزرائیل علیه السلام د طرفه و انسانانو ته قاصدان دي او دا ور ته بیانوي چي اې بنده خامخا وخپل رب ته ورتلونکی یې.
اووم: دغه کوني حوادث چي الله جل جلاله یې وخبلو بندګانو ته د مرګ د یادولو په سبب په کون او عالَم کي پېښوي لکه زلزلې، د غرو او دریابو څخه د اورو را وتل، شدید طوفاني بارانونه، د مځکي چاودل، نړوونکي او خرابوونکي بادونه، دغه ټول هغه کارونه دي چي انسلنانو ته وايي: اې د الله بندګانو! خامخا و خپل رب ته ور تلونکي یاست.
اتم: د پخوانیو امتو د حالاتو او واقعاتو مطالعه کول او د هغه قومو د اخبارو بیانول چي په مرګ او الْهي عذابو سره فنا سوي او برباد سوي دي.
مسلمانه وروره! مرګ داسي دردونه لري چي بېله هغه چا چي مرګ ور ته راسي او په دغه دردو مبتلا سي بل څوک نه په پوهیږي، د مرګ په وخت کي د انسان آواز قطعه سي د هغه ډیرو دردو په سبب دونه ضعیفه سي چي د نارو وهلو یا زګېروي کولو قوت او طاقت نه وي پکښي پاته، ځکه ځکندن د ده د بدن هر جُز ور نړوي هر اندام یې داسي ور ضعیفه کړي چي په ده کي د ږغ کولو، نارو وهلو او کومک غوښتلو قوت نه وي پاته، عقل یې د تشویش او وسوسو تر پردو لاندي سي، ژبه یې ګونګۍ سي، لاس او پښې یې د حرکته څخه ولویږي، دﺉ دا خوښ لري چي په زګېروي او نارو سره یو څه زړه خالي او استراحت وکړي خو د دې کار قدرت نه لري، د روح د وتلو په وخت کي د ده په ستوني او ځیګر کي خږهاری وي رنګ یې تغیر وکړي، تر خوله یې ځګونه را وزي پر هر اندام یې درد پسله درده وي تر څو چي روح یې ستوني ته ورسیږي، دغه وخت یې د دنیا او خپلي کورنۍ څخه نظر قطعه سي په سترګو شی نه ویني، په دغه وخت کي که دغه انسان د نېکانو او پرهېزګارانو څخه وو خوشالي ورته راسي، او که د تاوانیانو څخه وو په غم او پښېماني کي ډوب سي.
ماخذ: نصیحتونه
------------------------------------