تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حاکمانو ته!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 7, 2024
  0

لیکنه: مولوي عبدالله طیب/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


و حاکمانو ته! 
 خپلي دروازې د ولس پر مخ خلاصي کړئ


لکه څرنګه چي نظامي او ملکي ادارې د ولس او خلکو د ستونزو د حل کولو په موخه جوړي دي، نوباید همدغسي د خلکو ستونزي پکښي حل سي او پر خلکو باندي د ادارو دروازې خلاصي سي ترڅو دوی و کولای سي خپل ستونزي او مشکلات چي د کومي ادارې له لاري حل کیږي دوی ورته لاس رسی ولري او ستونزي یې حل سي.


کچیري د خلکو پر مخ د ادارو دروازې خلاصي نه سي او خلک دېته پرې نه ښودل سي چي خپل مشکلات حل کړي، کومي ستونزې چي باید یې یوه نظامي یا ملکي اداره حل کړي نه یې حل کوي، نو بیاخو ښکاره خبره ده چي څوک خپل مسؤلیت ته د مسؤلیت په سترګه نه ګوري، بلکې د امتیاز په سترګه ورته ګوري، چي په نتیجه کي به پر ولس او خلکو سختي کیږي او خلک له نظام څخه لېري کیږي. 


هر مسؤل، آمر او حاکم پدې امر سوی چي پر خلکو آساني وکړي او سختي ونکړي، احادیثو کي راخي: کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ابي موسی اشعري او معاذ ابن جبل رضی الله عنهما و یمن ته ولیږل نو دوی ته یې وویل: آساني وکړئ او سختې مه کوئ، خلکو ته زېرۍ ورکړئ او خلک مه متنفره کوئ. نو پر خلکو د ادارو دروازې تړل او د هغوی ستونزي نه اوریدل او نه حل کول سختي ده، د نظام څخه د خلکو لېري کول دي او خلک متنفره کول دي چي خلک د نظام او په نظام کي د موجوده اشخاصو څخه متنفره کېږي او بد یې وایې. 


د ترمذي په حدیث کي راځي: 
قال عمرو بن مرة لمعاوية: إني سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: «ما من إمام يغلق بابه دون ذوي الحاجة، والخلة، والمسكنة إلا أغلق الله أبواب السماء دون خلته، وحاجته، ومسكنته»، فجعل معاوية رجلا على حوائج الناس. (جامع الترمذي أبواب الأحكام باب ما جاء في إمام الرعية)


ژباړه: عمرو ابن مرة و حضرت معاویة رضی الله عنه ته وویل ما د رسول الله صلی الله څخه اوریدلي دي چي ده ویل: نه دی هیڅ یو امام چي خپل دروازه پر خاوندانو د حاجت (محتاجینو) باندي وتړي؛ مګر داچې الله جل جلاله به د آسمانو دروازې دده پر حاجت باندي وتړي، نو حضرت معاویه رضی الله عنه یوکس د خلکو د حاجاتو حل کولو لپاره وټاکی.


تشریح: یعني کوم امام او حاکم چي خپل دروازې پر محتاجینو، مسکینانو او ولس باندي بندي کړي او دوی پرې نږدي چي پرده باندي داخل سي او خپل مشکلات حل کړي، نو الله جل جلاله به پرده باندي د آسمانو دروازي بندي کړي، یعني دی به لېري کړي او منعه به یې کړي د هغه شي څخه کوم چي دی یې دالله جل جلاله څخه سوال او طلب کوي. 


په حدیث کي: خلته، حاجته او مسکنته متقاربة المعنی الفاظ دي د تأکید لپاره تکرار سوي دي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته