تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د روژې هرکلی
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 1, 2023
  0

د روژې هرکلی
(وروستۍ برخه)


لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

 د قهر او غصې هر کلی


پوهیږم ګرانه روژه نیوونکیه! د پسرلي روژې دي، یو څه اوږدي دي، له لوږي، تندي، ستونزي او له کړواه ډکي ورځي او شپې دي، د سړي حوصله پکي ختمیږي او سړی نسبت بوزې ته ژر په غصه کیږي؛ خو روژه داسي میاشت ده مومن مسلمان ته د ژوند په هره برخه کي درس ورکوي او دا ورته وایي چي روژه کي ستا  لپاره درس ګاه او تربیت ګاه ده، ته باید په دې پوه شي چي په روژه کي د غصي او قهر پر ځای د زغم او حوصلي لاره اختیار کړې.


د رحمت هر کلی 


د روژې اوله عشره د رحمتونو ورځي او شپي دي؛ نو مؤمن مسلمان روژه نیوونکیه! ته باید په دې اولو لسو شپو ورځو کي خپل اعمال او اقوال ښه په اخلاص او صداقت سره ادا او تر سره کړې؛ تر څو د الله رب العزت د رحمتونو باران درباندي څو چنده شي. 


د مغفرت هر کلی 


د روژې دوهمه عشره یعني منځنۍ لس ورځي د مغرت ورځي دي؛ نو کوشش وکړه، چي په دې لسو ورځو کي حتما داسي اعمال او اقوال د رب العزت دربار ته تقدیم کړې، تر څو ستا د مغفرت سبب شي او د نبي علیه السلام د هغه حدیث د یوې برخي مصداق نه شي، چي جبرایل علیه السلام وایي که په چا د رمضان میاشت راغله او ده ته پکي الله جل جلاله مغفرت نصیب نه کړي؛ نو هلاک او تباه دي شي نو نبي علیه السلام هم پرې امین ووایه چي هلاک او تباه دي شي. 


د عتق من النار هر کلی 


د روژې وروستۍ عشره عتق من النار ده، چي په دې وروستۍ لسیزه کي د جهنم د سره اوره نه  مسلمانان الله رب العزت خلاصوي او جنت ته د نعمتونو د لیدلو او خوړلو بلنه ورکوي؛ نو هم خپله هڅه چټکه کړه او په وروستۍ لسیزه کي ځان د جهنم له اوره  د الله رب العزت په فضل او رحمت سره خلاص کړه.


د امتحان هر کلی 


دې میاشت کي فقېر او غني دواړه ازمایل کیږي، دا ځکه چي دا د ازمویني میاشت ده او ازموینه کي کامبیدل او ناکامیدل دواړه لازم او ملزوم دي، کامیاب ګټوونکی او ناکام بېلوونکی دئ. د رمضان میاشت ګوري چي فقېر څومره په خپل فقر او غربت استقامت کوي او مالداره څومره له خپلي مالدارۍ څخه فقیرو او اړمنو خلکو سره مرسته او کومک کوي. نو اې ققېر او مالداره! دواړه کوشش وکړئ، چي په دې امتحانېزه میاشت کي ځانونه تر کامیابۍ ورسوئ. 


د عبرت هرکلی 


دا میاشت د عبرتونو او له پندونونه ډکه میاشت ده؛ ځکه په دې میاشت کي هر مومن مسلمان ته دا عبرت الهامیږي، چي لوږه او تنده څومره انسان زوره وي،  نو ته چي یوه ورځ له روژې نیولونه تر روژې ماتولو پوري څومره د لوږې او تندې نه زوریږې نو پوه سه هغه انسان چي په ورځو او هفتو د خوراک او څښاک لپاره څه نه لري د هغوۍ حال به څه وې؟.


د درس زده کولو هر کلی 


د رمضان کریم نه باید مومن مسلمان پوره پوره درس واخلئ، لکه څنګه چي په روژه کي مؤمن مسلمان د خوراک، څښاک څخه بند وي داسي باید له روژې وروسته بوزه کي هم له ناروا کړنو او اعمالو څخه ځان بند کړي.


نور بیا... 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته