د مَبِيعِې په اصل کي که زياتوب راسي يعني تر بيان سوي مقدار زيات سي هغه زياتوب يې په بايع پوري اړه لري .
د مَبِيعِې په اصل کي که کمي راسي بيا مشتري اختيار لري ، سودا هم فسخ کولاى سي او د کم سوي مقدار په اندازه پيسې هم ځني کمولاى سي
همدغه ډول که د ثمن په اصل کي زياتوب راسي هغه زياتي سوي پيسې يې په مشتري اړه لري او که ثمن کم سي مشتري به يې ورته پوره کوي .
د مَبِيعِې په وصف کي که زياتوب راسي يعني ښه وخيږي هغه په مشتري پوري اړه لري ، بايع مَبِيعَه د وصف د ښه والي لکبله نه را ګرځولاى سي او نه يي نرخ پر زياتولاى سي .
که د مَبِيعِې په وصف کي کمي راسي يعني بيکاره وخيږي هلته بيا مشتري اختيار لري که په هغه مخکني نرخ يې قبلوي او که سودا فسخ کوي ، خو مشتري داسي نه سي کولاى چي د بايع د خوښۍ پرته مَبِيعَه را وګرځوي او د وصف د کمي لکبله تر ټاکلي نرخ کمي پيسې ورته ورکړي .
د اصل او وصف پېژندل
د اصل او وصف د زياتوب او کمۍ حکم مو وپېژندى خو دا چي کوم شى د مَبِيعِې او ثمن اصل بلل کيږي او کوم شى يې وصف بلل کيږي پدې اړه په لنډ ډول ويلاى سو :
هر شى چي په کمېدلو يا پرېکېدلو خرابيږي او په قيمت کي يې تفاوت راځي ، د هغه شي زياتېدل يا کمېدل د وصف زياتوب او کمي بلل کيږي .
د لونګۍ اوږدواله د لونګۍ په وصف کي شمېرل کيږي ، ځکه د لونګۍ څخه که نيم متر غيچي سي خرابيږي ، بيا په نيم قيمت لا هم نه خرڅيږي .
هر شى چي په پرېکېدلو او کمېدلونه خرابيږي ، د هغه زياتېدل او کمېدل د اصل زياتوب او کمي بلل کيږي .
د غنمو زياتېدل يا کمېدل د غنمو د اصل زياتوب او کمي بلل کيږي ځکه که سل منه غنم في من پنځوس افغانۍ قيمت ولري ، که د سلو منو څخه پنځه منه غنم کم سي نو بيا هم پاته غنم نه په خرابيږي او د هغو من هم په پنځوس افغانيو خرڅيږي .
د وصف مثال : که څوک يوه لونګۍ په زر افغانيو رانيسي ، پدې شرط چي پنځه ګزه به وي که لونګۍ تر پنځه ګزه کمه سي نو مشتري اختيار لري ، سودا فسخ کوي او که په هغه زر افغانۍ يي قبلوي .
که همدا لونګۍ بيا تر پنځه ګزه اوږده وخيږي زياتوب يې په مشتري اړه لري ، بايع يې د اوږدوالي لکبله قيمت نسي پر زياتولاى بلکي هماغه زر افغانۍ د مشتري څخه اخيستلاى سي ځکه د مَبِيعِې په وصف کي که زياتوب راسي هغه په مشتري اړه لري .
د اصل مثال : څوک چي د غنمو يوه رشه په پنځه زره افغانۍ رانيسي پدې شرط چي يو خروار ده .
که رشه يو خروار او پنځه منه سوه تر خروار اضافه پنځه منه غنم د بايع دي ، که تر خروار کمه سوه مثلاً : نوي منه سوه بيا مشتري اختيار لري ، که نوي منه د نوي منو په نرخ يعني په څلور زره او پنځه سوه افغانۍ قبلوي او که سودا فسخ کوي .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات