تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
روژه او صله رحمي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 14, 2024
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

روژه او صله رحمي


 

یادونه: (روژه او صله رحمي) لیکنه یو ځل مخکي (۱۴۰۱هـ ش) کال کي خپره سوې، د یادي لیکني اهمیت ته په کتو يې یو ځل بیا خپروو. 

 

اې روژاتيانو! هر وخت صله رحمي وکړئ خو د روژې په مبارکه مياشت کي بيا ځانګړې او ډېره صله رحمي وکړئ! د صله رحمي وصل کول او مراعات کول د هر مسلمان مسئوليت دی الله جل جلاله فرمايي: وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالْأَرْحَامَ.[النساء: الآية 1] 


ژباړه: د هغه الله څخه ووېرېږئ چي په نامه يې تاسو سوال کوی او د صله رحمي د پرې کولو څخه ووېرېږئ.


همدا راز رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: لا يدخل الجنة قاطع.[ متفق عليه] 

 

ژباړه: جنت ته هغه څوک نه داخليږي چي صله رحمي پرې کوي.

 

همدا راز رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: من سره أن يبسط له في رزقه وينسأ له في أثره فليصل رحمه. [متفق عليه] 


ژباړه: څوک چي غواړي په رزق کي يې پيراخي راسي او عمر يې ډېر سي نو صله رحمي دي وصل کړي.


د صله رحمي ګټي او فايدې


۱- صله رحمي پر الله او ورځي د آخرت د ايمان راوړلو شعار دئ.


۲ - صله رحمي د رزق د پیراخوالي او د عمر د اوږدوالي سبب کيږي.


۳ - د صله رحمي په مراعات کولو باندي انسان د الله پاک د رحمت مستحق ګرځي.


۴ - صله رحمي جنت ته د داخلېدلو د اسبابو څخه لوی سبب دئ.


۵ - په صله رحمي باندي د انسان ګناهونه خرابيږي.


۶ - په صله رحمي باندي کلي او ښارونه آباديږي.


۷- په صله رحمي باندي د انسان خاتمه سميږي.


۸- په صله رحمي باندي د مراعات کوونکي مرتبه لوييږي او عزت يې ډېريږي.


۹- په صله رحمي باندي د انسان لپاره ښه نوم پاتيږي.


۱۰ - په صله رحمي باندي محبت ډېريږي او عاميږي.


۱۱ - صله رحمي هغه شی دی، چي  ټولو اسماني آديانو يې پر اهميت اتفاق کړی دئ.


۱۲ - صله رحمي د انساني فطرت تقاضا ده.


۱۳ - صله رحمي د نفس پر سخاوت، د سينې پر پيراخوالي، د خلقت پر ښه والي او پر حسن وفاء باندي دلالت کوونکې ده. 


صله رحمي څشي ده؟


صله رحمي و دېته وايي چي انسان د خپلو خپلوانو سره، تفاوت نه لري که د نسب لخوا خپلوان وي او که د دوستۍ او نکاح په سبب خپلوان وي احسان او نيکي وکړي او د دوی سره دوستانه او صميمي رابطه ټينګه وساتي.


صله رحمي پدې باندي کيږي چي: 


۱ -  انسان د خپلو خپلوانو ملاقات او زيارت ته ولاړ سي.


۲ - د دوی د احوالو پوښتنه وکړي.


۳ - دوی ته سوغات او ډالۍ ورکړي.


۴ - د ضرورت په وخت کي د دوی څخه يو شی وغواړي.


۵ - د دوی مسکين او اړ انسان ته صدقه او خيرات ورکړي.


۶- د مشرانو او سرمايه دارانو سره يې نرمي وکړي.


۷- د لويانو احترام يې وکړي.


۸- او پر کشرانو يې شفقت او مهرباني وکړي.


منبع: تحف رمضانیة

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته