که لقطې خرڅ ته اړتيا درلودل ، د بېلګي په ډول پسه وي ځکه په نس مړېده غواړي ، که مُلْتَقِطِ د ځان څخه خرڅ پر کاوه ، د مالک څخه يې د خرڅ غوښتنه نسي کولاى ، خو که د قاضي په حکم يې خرڅ پر کاوه هغه ټول د مالک پر ذمه پور پاتيږي څه مهال چي مالک يې پيدا سي د هغه څخه يې د خرڅ مجراء اخيستل کيږي.
که لقطې خرڅ درلودى او موضوع قاضي ته وړاندي سوه ، که لقطې عايد درلودى ، د مثال په ډول په کرايه ورکول کېدلاى سواى نو په کرايه دي ورکړي ، د کرايې د عايد څخه دي خرڅ پر کوي ، که عايد يې نه درلودى بيا دې شي ته کتل کيږي ، که دونه خرڅ يې درلودى چي د دې شي قيمت ټول په خرڅ کي تلى ، نو بيا دې خرڅ کړي او د هغه قيمت دي مالک ته وساتي ، ځکه په خرڅولو کي يې د مالک ګټه ده .
که د خرڅولو پر ځاى يې ساتل او خرڅ پر کول د مالک په ګټه وو بيا دي خرڅ ټول په مالک پسي ليکي او څه مهال چي څښتن يې پيدا سي د خرڅ د مجراء ورکولو وروسته دي شئ ورتسليم کړي.
د لقطې څښتن
که داسي څوک پيدا سو چي ځان يې د لقطې څښتن باله نو د هغه څخه د لقطې نښي پوښتل کيږي ، د نښو تر بيانولو وروسته مُلْتَقِطِ هغه لره لُقَطَه ورکولاى سي ، البته که د نښو د بيانولو سره مُلْتَقِطِ په ډاډه نه وو ، دا کس يې د لقطې مالک نه باله نو د قضايي حکم له مخي يې په ورکولو نه مجبوره کيږي ، ځکه د قضايي حکم له مخي مُلْتَقِطِ هغه مهال د لقطې پر ورکولو مجبوريږي چي مالک يې قضا ته شاهدان وړاندي کړي.
که څوک د لقطې تعريف او اعلان په ټاکلې مده کي وکړي ، بيا يې هم مالک و نه مندل سي ، بيا ک مُلْتَقِطِ لُقَطَه د ځان د پاره اخيسته يا يې د مالک لخوا صدقه کوله ، لومړى دي د دې شي نښي او علامې ځان ته معلومي کړي ، چي دا شئ خپله څه ډول دى ؟ په څه ډول کڅوڼه يا کارتن کي دى ؟ څه ډول تناو پر راپيچل سوى دى ؟ د نښو د معلومولو وروسته بيا کولاى سي چي خپله کار ځني واخلي يا يې بل فقير او محتاج ته ورکړي ، ځکه لُقَطَه چي مصرف سي نو بيا يې څښتن د نښو او علامو په بيانولو پېژندل کيږي .
-----------------------------
اړونده ليکنه:
مأخذ: فقه المبتدي - نکاح برخه