په مخكنيو پاڼو كي چي كومي ښځي يادي سوې دا هغه ښځي وې چي د نسب ، خېښۍ او شيدو رودلو لكبله يې د تل د پاره نكاح سړي ته حراميږي . اوس يو شمېر هغه ښځي ذكر كوو چي د هغو سره د سړي نكاح د يو داسي وجهي لكبله نه صحيح كيږي چي هغه وجه له منځه تللاى سي ، چي ودې ډول حرمت ته موقتي حرمت وايي . په دائمي حرمت کي كوم چي د نسب ، خېښۍ او رَضَاعَت لكبله راځي سړى د ښځي مَحرَم ګرځي ، د مَحرَم سره ليده كاته ، ناسته ولاړه او سفر کول ټول جائز دي لكه د پلار او ورور سره چي جائز دي . په موقتي حرمت سره سړى د ښځي مَحرَم نه ګرځي نو ځكه د داسي سړي سره د ښځي ليده كاته ، ناسته ولاړه او سفر جائز نه دي .
په موقتي ډول چي د كومو ښځو سره نكاح نه تړل كيږي هغوى دا دي :
د بل منكوحه يعني ښځه : يوه ښځه چي د چا په نكاح كي وي د دغي ښځي سره د بل هيچا نكاح نه تړل كيږي ، د بل پر ښځي چي څوك نكاح تړي هغه ته هيڅ اعتبار نه وركول كيږي او نه تړل كېدلاى سي .
همدا ډول يوه ښځه چي كونډه سي تر هغه وخته پوري چي دا ښځه د خاوند د وفات په عده كي وي د هيچا نكاح نه ورسره صحيح كيږي . د ښځي سره كه څوك د وفات په عده كي نكاح وتړي نکاح يې نه تړل کيږي او نه اعتبار وركول كيږي .
دغه ډول د هغي ښځي سره هم نكاح نه تړل كيږي چي هغه د بائن طلاق يا د رجعي طلاق په عده كي وي .
البته ددې ښځي هغه مېړه چي دا د هغه د طلاق په عده كي ده د بائن طلاق په عده كي لا هم نكاح ورسره تړلاى سي .
همدا ډول خپل ميړه يې د رجعي طلاق په عده کي بېله نكاح تړلو څخه هم رجوع ورته كولاى سي .
د خپلي ښځي د خور ، خاله ، عمه ، وريرې او خورځې سره هم تر هغه مهاله د سړي نكاح نه صحيح كيږي تر څو چي دا ښځه يې په نكاح كي وي ، يا يې د طلاق په عده كي وي . ځکه سړی په یوه وخت کي که څه هم د طلاق د عدې وخت وی داسي دوې ښځي نسي په نکاح کولای چي په هغوی دوو کي که هره یوه نارینه فرض کړله سي نو د هغي بلي سره یې نکاح نه تړل کیږي . څلور ښځي چي د چا په نکاح کي وي هغه هم د پنځمی ښځي سره نکاح نه سي تړلای .
همدا ډول که په دې څلورو ښځو کي یوې ته طلاق ورکړي تر څو چي د طلاقي سوي ښځي د طلاق عده پوره سوې نه وي بیا هم دا سړی د بلي ښځي سره نکاح نسي تړلای .
خو که په څلورو ښځو کی یې یوه ښځه وفات سي ، یا یوې ښځي ته طلاق ورکړي او د هغې عده پوره سي نو بیا د بلي ښځي سره نکاح تړلای سي . د مسلماني ښځي نکاح د یهودي ، عیسوي ، بودایي او بل هر ډول مشرک او کافر نارينه سره نه صحیح کیږي . همدا ډول د مسلمان نارینه نکاح هم د اهل الکتاب یعنی د یهودۍ او عیسوۍ ښځي څخه پرته د بلي مشرکي او کافري ښځي سره نه صحیح کیږي .
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح