د شریعت په اصطلاح کي احداد دې ته وايي چي ښځه په یوه ټاکلې مده کي زینت او ښکلا او همدا راز هر هغه څه چي د ښکلا په معنا وي پرېږدي .
د رجعي طلاق په عده کي پر ښځي باندي احداد نسته ، د رجعي طلاق په عده کي ښځه زینت او ښکلا لکه عطر ، نوکروزي ، ګېڼې او د پېشن جامې اغوستلای سي .
د بائن طلاق په عده کي او همدا ډول د وفات په عده پر مسلماني ښځي باندي اِحداد واجب او لازم دى .
د ښځي چي مېړه وفات سي یا بائن طلاق ورکول سي د عدې په مده کي به نه عطر وهي ، نه به لاسونه او پښې په نوکروزو سره کوي ، نه به سترګي توروي ، نه به ګېڼې استعمالوي او نه به د زینت او پېشن جامي اغوندي .
ښځي لره د خپل مېړه د مړيني څخه ماسیوا د بل هر قریب د مړیني لکبله تر درو ورځو څخه زیاد احداد کول ناجائزه دی .
ښځه چي د طلاق یا د وفات په عده کي وي نو په دې مده کي یې د بل چا سره نکاح نه صحیح کیږي.
همدا ډول ښځي ته به د عدې په مده کي څوک د نکاح وړاندیز او مرکه هم نکوي ، البته که ښځه د وفات په عده کي وي سړی د تعریض په ډول یعنی په رمازه خپل رغبت ورته څرګندولای سي ، د مثال په ډول د دې ښځي په حضور کي ووایي چي زه د داسي ښځي په تلاښ کي یم چي داسي داسي صفات ولري او دا ټول هغه صفات وي چي دا کونډه يې هم لري .
د بائن طلاق په عده کي د ښځي خپل مېړه کوم چي طلاق یې ورکړی دی ، د دې ښځي سره نکاح تړلای سي ، خو پدې شرط چي دا یې د اول طلاق یا د دوهم طلاق عده وي ، البته د رجعي طلاق په عده کي لکه دمخه چي مو لوستي دي بېله نکاح څخه هم رجوع ورته کولای سي .
د رجعي طلاق او بائن طلاق عده به ښځه په هغه کور کي تېروي کوم چي دا هلته د مېړه سره پکښي اوسېدله او د همدې کور څخه به نه د شپې وځي او نه به د ورځي وځي .
د طلاق د عدې په مده کي د ښځي نفقه او خرڅ او د کور کرایه ټول د مېړه پر غاړه دي .
کونډه د وفات په عده کي کولای سي چي د خپلي اړتیا د پوره کولو د پاره د کور څخه ووځي . همدا ډول د شپې په یوه برخه کي هم د اړتيا لکبله وتلای سي ، خو شپه به بل ځای نه تېروي بلکي د عدې په مده کي به ټولي شپې په خپل هغه کور کي تېروي کوم چي د مېړه سره یو ځای دې هلته سکونت پکښي کاوه .
البته که عذر وو د بېلګي په ډول د کور د نړېدلو یا د لوټ مارانو څخه یې پر ځان یا مال خطره درلودل نو بیا کولای سي چي د عدې په مده کي شپې بل ځاى سبا کړي یا بل ځای ته کډه سي .
دا چي کونډه د خپل مېړه د میراث څلورمه یا اتمه برخه په میراث وړي ځکه نو کونډه د وفات په عده کي د کور کرایه او خرڅ د خپله جیبه کوي .
که چيري د کونډي د میراث هغه ونډه چي د مېړه په هستوګن ځای کي یې لري ، د دې د سکونت د پاره کفایت نه کاوه او نورو وارثانو هم په خپله حصه کي نه پرېښووله نو دا هم د کونډي د پاره د عدې په مده کي د کور د پرښوولو یو عذر دی .
---------------------------------
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي