وکیل
هر عاقل او بالغ نارینه او ښځه کولای سي چي په خپله خوښه د خپلي نکاح تړون پخپله وتړي ، دا ډول کسان که د خپلي نکاح د تړلو واک او اختیار بل چا ته ورکړي ، څو هغه د ده د نکاح ایجاب یا قبول وکړي هغه ته وکیل وایي .
وکیل هم باید داسي څوک وي چي هغه ته په شریعت کي وکالت ورکول کېدلای سي .
کوم کس چي بل چا ته د خپل کار وکالت ورکوي هغه ته مُوَكِّلٌ وایي .
وکیل ته چي څونه اختیار ورکول سوى وي په هغه
اندازه د خپل مُوَكِّلٌ استازیتوب کولای سي .
عام او خاص وکالت
وکالت دوه ډوله دى ، عام وکالت او خاص وکالت ، د نکاح په تړون کي عام وکالت دې ته هم ویلای سو چي یو څوک بل چا ته اختیار ورکړي او ورته ووایي چي د یوې ښځي سره زما نکاح را وتړه ، پدې صورت کي د وکیل وکالت عام دى د هري ښځي سره چي نکاح ور وتړي نکاح یې صحیح او لازمیږي .
د نکاح په تړون کي خاص وکالت داسي هم کېدلای سي د مثال په ډول د یوې نجلۍ شیریني ورکول سوې وي د دسمال پر مهال چي څه وخت نکاح تړل کیږي ښځه خپل وکالت یو چا لره ورکړي ، دا وکالت خاص دى دا وکیل فقط د هغه هلک سره د دې نجلۍ نکاح تړلای سي کوم چي ترمخه يې شیریني هغه ته ورکول سوې ده ، اوس يې دسمال ورکوي .
که وکیل د خپلي مُوَكِّلٌي نکاح د همدغه نفر څخه پرته د بل چا سره وتړي نکاح یې نه لازمیږي ، ځکه وکیل ته د ښځي له خوا د دې معلوم نفر څخه پرته د بل چا سره د نکاح تړلو اختیار نه دى ورکول سوى .
وکیل فقط دونه کولای سي څونه چي اختیار ورکول سوى وي . د وکیل هغه تړون چي د مُوَكِّلٌ لخوا یې اجازه ورکول سوې نه وي پر مُوَكِّلٌ نه لازمیږي .
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح