تازه سرليکونه
د (فتوا بدعتونه او رواجونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د یاسین د هر مبین پرختم دوعا کول...
  تعلیم السلام ویب پاڼه
  August 31, 2023
  0

تعليم الاسلام دارالافتاء

 
د صادرې شميره : (۱۱۰۰)
نوم: حاجي فدا محمد
 
د اوسېدو ځاى(کندهار افغانستان)
 
سوال : دلته  په سویډن کي ځني ښځي راټولي سي دوي وايي چي موږ ۴۱ واره یاسین ختموو نو دوي پر هر مبین باندي  دوعا کوي دا خو به بدعت نه وي؟
 
 جواب : حامداً و مصلياً
 
دسورت یاسین په فضیلت کي د ا هم راغلي دي چي د همدې سورت په تلاوت کولو دمسلمان حاجتونه پوره کیږي او هم ضرر ځني په دفع کیږي له همدې کبله سورت یاسین د المدافعه او  القافیه په نامه سره هم یادیږي خو تاسو چي د سورت یاسین د ختم کوم عدد  او طریقه بیان کړیده د هغه په هکله زموږ سره معلومات نسته. والله اعلم.
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):  اخرج ابن مرویة والخطیب والبهقي عن ابی بکر الصدیق عن  النبی صلی الله علیه وسلم انه قال  یس تدعي معمة نعم صاحبها خیرالدارین وتسمی الدافعة لانها تدفع عن صاحبها کل سوء و تسمی القافیة  لانها تقضی کل حاجة. تفسیر روح المعاني: ج۱۲، ص۲۰۹، وتفسیر مظهري: ج۸، ص۷۰.
 
(۲): و اخرج الترمذی والدارمي من حدیث انس من قرأ یس کتب الله تعالی له بقرئتها قرأة القران عشر مرات. تفسیر روح المعاني: ج۱۲، ص۲۰۹.
 
جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي سید عبدالباري  و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته