لیکنه: مولوي عنایت الله علمي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د أرقم بن ابى الأرقم رضی الله عنه کور
د دغو عذابو او آزارو په وخت او مقابل کي د پوهي او حکمت کار دا ؤ چي رسول الله صلي الله علیه وسلم مسلمانان د اسلام د اعلانولو او ښکاره کولو څخه منعه کړي، که په خبرو سره وي که په عمل سره، مسلمانان بايد خپل اسلام ښکاره او اظهار نه کړي او د رسول الله صلي الله علیه وسلم سره بايد په سِري ډول يا په پټه يو ځاى سي،
ځکه که رسول الله صلي الله علیه وسلم د مسلمانانو سره په ښکاره او د مشرکانو په حضور ټولنه او اجتماع وکړي په دې کي هيڅ شک نسته چي کفار به په هره وسيله سره چي وي د دوى په منځ کي ليري والى را ولي او د دې امکانات سته چي د مسلمانانو او مشرکانو په منځ کي جنګونه وسي او داسي هم يو وار پيښه سوه،
هغه دا چي: د رسول الله صلي الله علیه وسلم اصحاب د لمانځه او عبادت دپاره د مکې مکرمې په شېلو کي سره يو ځاى کېدل، د کفارو څخه يو څو نفرو دوى وليدل نو کفارو بدي او ناوړه خبري ورته وکړې، په نتيجه کي جنګ ته سره و رسېدل، سعد بن ابى وقاص رضي الله عنه د کفارو څخه يو سړئ داسي و واهه چي ويني يې ور و بهولې او دا هغه اولي ويني دي چي په اسلام کي بهول سوي دي او دا معلومه خبره ده که دغه جنګونه اوږده سوي او تکرار سوي واى د مسلمانانو د بربادۍ او هلاکت سبب ګرځېدل،
نو د عقل او حکمت کار دا ؤ چي د غسي ټولني په پټه او سِري ډول سره وسي، اکثره اصحابِ کرامو خپل اسلام پټاوه، عبادت، دعوت او ټولني يې په پټه کولې، مګر رسول الله صلي الله علیه وسلم په ښکاره سره دعوت کاوه، خپل عبادت يې د مشرکانو په حضور او د هغو په منځ کي کاوه، هيچا او هيڅ شي د دې کاره څخه نه سواى منعه کولاى، فقط د مسلمانانو سره يې يو ځاى کېدل او ټولنه، تعليم او تبليغ په پټه وه، دا هم د دوى او د اسلام د مصلحت دپاره.
نو د أرقم بن ابى الأرقم کور چي د صفا پر غونډۍ ؤ او د مشرکانو د سترګو او د مجلس د ځايه څخه ګوښه او نهام ؤ، رسول الله صلي الله علیه وسلم دغه کور د دعوت مرکز او د مسلمانانو د اجتماع، تعليم او ټولنو ځاى ګرځولى ؤ، أرقم بن ابى الأرقم چي نوم يې عبد مناف بن اسد دى او قريش دى، لسم نفر دى چي مسلمان سوى دى.
مدرسه په نبوي دور کي
موږ مخ کي و ويل: چي رسول الله صلي الله علیه وسلم د هجرت په اول کال د ربيع الاول د مياشتي په دوولسم تاريخ د جمعې په ورځ چي د ميلادي (622) کال د سپتمبر د مياشتي د (27) تاريخ سره برابر ؤ په مدينه منوره کي د بني النجار په منطقه کي د ابو ايوبِ انصاري رضي الله عنه د کور مخ ته د خپلي اوښي څخه کښته سو او وې فرمايل:
ان شاء الله منزل يا د استوګني ځاى دلته دى او بيا د ابو ايوب انصاري رضي الله عنه و کور ته ولاړى او اول هغه کار چه رسول الله صلي الله علیه وسلم د هغه په عملي کولو شروع وکړه هغه پر هغه مځکه چي اوښه هلته چوکه سوې وه د مسجد جوړول وه او دغه مځکه يې د هغې د مالکانو څخه چي دوه يتيم هلکان وه را نيول.
او د مسجد د جوړولو په کار کي په خپله رسول الله صلي الله علیه وسلم حصه اخستل چي خښتي او ډبري به يې نقلولې او دغه د رسول الله صلي الله علیه وسلم کار کول يا په کار کولو کي حصه اخستل د صحابۀ کرامو نشاط او احساسات نور هم ور زياتول تر داسي اندازې چي د اصحاب کرامو څخه يوه نفر دغه شعر هم وايه:
لـئن قـَعـدنا والـنبي يعـمَل لَـذاکَ مـنّا العـمـل المُـضل
يعني: که موږ کښېنو او رسول الله صلي الله علیه وسلم کار کوي دغه ناسته زموږ دپاره ګمراه کونکى عمل او بد کار دى.
دغه د مسجد مځکه چي خَرابَه مځکه وه په هغه کي د مشرکانو پخواني قبرونه وه، ژوري کَندي وې، د خرما وُني وې او د غرقد ونه پکښې وه، د رسول الله صلي الله علیه وسلم په امر سره د مشرکانو قبرونه وکِندل سوه او خاوري يې وغورځول سوې، هغه کَندي آواري او برابري سوې،
د خرما او غرقد وُني پرې کړل سوې، په دغه وخت کي قبله د بيت المقدس و طرف ته وه، د مسجد د پايو دېوالونه په ډبرو پورته سوه او نور دېوالونه يې په اومو خښتو او خټو پورته سوه، چت يې د خرما په ښاخلو پـټ کړل سو او د منځ عمودونه يې د خرما د وُني د تنو څخه ورکړل سوه، پر مځکه يې شګي او رېګ آوار سوه، و مسجد ته درې دروازې ورکول سوې، د مسجد اوږد والى سل ذراعه ؤ او بَر یا عرض يې هم دغومره يا تر دغه لږ کم ؤ،
د مسجد و څنګ يا بغل ته په اومو خښتو کوټې يا حُجرې جوړي سوې چي سرونه يې په ښاخلو او د خرما په پاڼو پټ سوه چي دا د رسول الله صلي الله علیه وسلم د ازواجو مطهراتو خوني او حُجرې وې، کوم وخت چي د دغو حُجرو بناء پوره او کامله سوه نو رسول الله صلي الله علیه وسلم د ابو ايوب انصاري رضي الله عنه د کوره څخه و دغو حُجرو ته ور نقل سو او دا مو هم درته و ويل:
چي مسجد يواځي د لمنځو د آداء کولو ځاى نه ؤ بلکه يوه مدرسه يا پوهنتون هم ؤ چي مسلمانانو هلته اسلامي تعليمات او توجيهات زده کول او مسجد د هغو مجلسو ځاى ؤ چي هلته هغه مختلفي قبيلې پُخلا کېدې کومي چي د جاهليت د وختو څخه يې نفرت او نزاع،
جنګ او جدل په منځ کي پاته وه او مسجد د اسلامي شئونو د اِدارې ځاى ؤ او مسجد لکه د نن ورځي پارلمان هلته مشورتي او تنفيذي مجلسونه کېدل، پردې ټولو سربېره مسجد د هغو فقيرو مهاجرينو دپاره کور او د استوګني ځای هم ؤ چي نه يې کور درلودى نه اهل، نه يې اولاد درلودى نه قوم.
ماخذ : د سرورکائنات صلي الله علیه وسلم ژوند