که پلار خپله نابالغه لور د هغې تر مهر مثل په كم مقدار ولور وركړي ، يا خپل نابالغه زوى ته د هغه په پيسو ښځه د هغې تر مهر مثل په زيات مقدار وغواړي دا تصرف يې جائز بلل كيږي . د پلار او نيكه څخه ماسيوا د نابالغه نجلۍ او د نابالغه هلك نور خپلوان لكه وړونه او اكاگان د دا ډول تصرف اختيار نه لري .
هغوى نسي كولاى چي نابالغه نجلۍ تر مهر مثل په كم ولور وركړي يا نابالغه هلك ته ښځه د هغې تر مهر مثل په زيات ولور وغواړي . ځكه د نجلۍ ولور د هغې حق دى او د هلك ولور د هغه د خپل مال څخه وركول كيږي ، نو ځكه يې وړونه او اكاگان نه د كمولو او نه هم د زياتولو حق او اختيار لري .
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح