تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۲۳)
نوم: نور محمد
سوال : آيا طه ، حم نوم ايښودل جايز دي؟
جواب :
د حضرت انس رضي الله عنه څخه روایت دی چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: أحب الأسماء إلى الله : عبد الله و عبد الرحمن...(۱)
ژباړه: و الله تعالی ته خوښ نومان عبدالله او عبدالرحمن دي. د طه نوم ايښودل جائز دي لکه محمد، احمد، مزمل او داسي نور نومان چي ايښودل کیږي. خو د حم نوم ایښودل صحیح نه دي ځکه چي دا د متشابهاتو څخه دی، نه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په نومانو کي سته او نه د اصحابي کرامو رضي الله عنهم په نومانو کي سته.
جواب: مولوي عبدالسلام
الجواب صحیح: مولوي سيد عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــ
(۱): رواه ابو یعلی