واده سوي ښځي ته يعني داسي ښځي ته چي خاوند يې نژديكت ورسره كړى د فقهي په اصطلاح كي مَدخُولُ بِهَا وايي .
مَدخُولُ بِهَا ښځي ته كه په درو طهرونو كي درې طلاقه وركول سي ، پدې ډول چي په يوه طهر كي يو طلاق وركول سي ، څه مهال چي ورپسې مياشتنۍ ناروغي يې تېره سي په بل طهر كي دوهم طلاق وركړي ، بيا پرېښودله سي ، چي ورپسې حيض يې تېر سي ، تر هغه وروسته طهر كي دريم طلاق وركړي و دغه ډول طلاق ته د فقهي په اصطلاح كي حسن يا سنت طلاق وايي .
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح