د تعلیم الاسلام اداره وياړي چي د خپلو خدمتونو په لړ کي د ۱۳۹۱ کال د جوزا د میاشتي پر ۱۹ نېټه په کندهار کي د خپلو غونډو په تالار کي د حدیثو د لويي دورې د فاضلانو، د قرانکريم د حافظانو او قاريانو ته د فضيلت پګړۍ ور وتړي.
او ددې پرتمني جلسې ترڅنګ یوه لویه مشاعره هم په پام کي لري نومړي مراسم او مشاعره به ان شاءالله د تعلیم الاسلام راډيو او تعلیم الاسلام ویب پاڼې د لاري په ژوندۍ بڼه نشر ته سپارل کيږي. مینه وال دي خبر وي.
د غونډي وخت: ۱۳۹۱/جوزا/۱۹ جمعه- د افغانستان پر وخت د سهار ۷:۱۵
معلومات: ۰۰۹۳۷۰۳۰۵۰۷۰۰
په درنښت
د تعلیم الاسلام اداره