تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره: ( ۱۹۰)
نوم: ذبیح الله
د اوسېدو ځای: کندهار
سوال : ایا خورته هم زکات ورکول کیزی اوکه نه؟
جواب : هو خورته زکات ورکول جایز دي ، بلکي د زکات په ورکړه کي افضل اوښه دا دي، چی لومړۍ وخپلو مسکینانو قریبانوته ورکړل سي، چي په دې کي دوه ثوابونه دي: یو يې د زکات بل يې د صیله رحمۍ هغه لکه خویندي، وروڼه، اکاګان، عمه ګاني او خاله ګاني. (۱)
جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحیح: مولوي عبدالهادي آغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): وَالْأَفْضَلُ فِي الزَّكَاةِ وَالْفِطْرِ وَالنَّذْرِ الصَّرْفُ أَوَّلًا إلَى الْإِخْوَةِ وَالْأَخَوَاتِ ثُمَّ إلَى أَوْلَادِهِمْ ثُمَّ إلَى الْأَعْمَامِ . الخ ( فتاوی هندیه:ج ۱، ص ۱۹۰- مطبع مکة المکرمة )
وایضاً فتاوى شامي ( ج،١:ص،۶۹- مطبع رشيديه )