تازه سرليکونه
د (فتوا روژه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په روژه کي د شپې تلوېزيون کتل
 
  July 10, 2013
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء 

مسلسله شمېره : (  ۱۸۹)

نوم: احمد
 
د اوسېدو ځای: چين

سوال : ايا روژه د شپي او د ورځي فرق سره لري او که يو شان دي مطلب دا چي که د ورځي په جريان مي د ميرمن سره يوځاي کيدنه ، د فلمو نو کتل البته اصلاحي فلمونه يا تلويزون کتل ، او داسي نورکارونه خو د ورځي څو ک نه شي تر سره کولاي د روژي د تعظيم په خاطر ولي دا کارونه وروسته له روژمات څخه هم په همدغه شکل منعه دي او که يا تر پيشلمي تر وخت پوري ازادي وي .
 
_____
 
جواب : یو روژه نیول دي چي په عربي کي ورته صوم وايي چي په دې کي سړی د خوراک، چښاک او جماع څخه منع وي او بل د روژې میاشت ده چي رمضان ورته وايي چي په قرانکریم او نبوي احادیثو کي یې فضیلت ذکر سوئ دئ چي په دې کي شپه هم ده او ورځ هم. کوم کارونه چي د ورځي ګناه لري لکه فلمونه کتل، تلوېزيون او داسي نور هر وخت خصوصاً په روژه کي د شپې هم ګناه بلل کيږي.

لکه څنګه څه ډول چي په روژه کي د ورځي یو فرض په اویا (۷۰) فرضو سره الله جل جلاله بدلوي همدا ډول د شپې هم دومره ثواب لري ، تراویح، لیلة القدر، اعتکاف او داسي نور کارونه د شپې له خوا ترسره کیږي البته د خپلي مېرمني سره یو ځای کېدل چي یو جائز کار دئ خو الله جل جلاله په روژه کي د ورځي منع کړئ دئ خو همدا الله جل جلاله د مېرمني سره نژدېکت په روژه کي  د شپې له خوا جواز ورکړئ دئ. پا ته سول فلمونه او نور لهو لعب د روژې د میاشتي پرته اوهم  په روژه کي د شپې، د ورځي او ټول کال هر وخت په هره زمانه کي ناروا او ناجائز دي.دا دواړه نه سي سره پرتله کېدلای.
 
والسلام
 
جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحیح: مولوي عبدالهادي آغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء 
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته