تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۱۷۸)
نوم: بلال صدیقي
د اوسېدو ځای: کراچي
سوال : زه په پاکستان کي اوسيږيم، زه روژه پر سعودي عرب ونیسم او که يې پر پاکستان ونیسم.
جواب : ته چي په کوم ملک کي اوسېږې د هغه ملک تابع يې. که په ملک کي شرعي قاضي وي هغه به اعلان کوي يا دخپل ملک د شاهدانو په لېدلو سره يا د بل ملک د قاضي د فيصلې په قبلولو سره.
او که چيري په هغه ملک کي شرعي قاضي نه وي بيا د علاقې معتمد عالم به فيصله کوي، شاهدان به هغه ته ورځي شاهدي به ادا کوي بيانو د دغه عالم فيصله پر خلګو لازمه ده.(۱)
جواب: مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سید عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــ
(۱): فتاوی حقانيه، ١٣٧ جلد ٤ او معارف السنن صفحه ٣٤٥ جلد ٥ کتاب الصوم