تازه سرليکونه
د (اخلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په راتلونکې اونۍ کي لوی اختر دی الحمدلله!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 15, 2024
  0

لیکنه: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


په راتلونکې اونۍ کي لوی اختر دی الحمدلله!


دا اختر د نورو ځانګړتياوو تر څنګ د قربانۍ اختر هم دئ، نو غواړم څو توصيې او مشورې درته وليکم:


۱.  که مو قرباني په وسع کي وي، نو حتما قرباني وکړئ؛


۲. سر له اوس څخه د عبادت او ثواب نيت وکړئ، له پيغور څخه د خلاصون په نيت قرباني کول، د اختر په ورځو کي په کور کي د غوښو د شتون په نيت او نورو هغو نيتونو قرباني کول، چي په شريعت کي په هغه نيت عبادت صحت ونلري، نو د اجر او ثواب پر ځای د عذاب سبب کيږي؛


۳. که مو په وسع کي نه وي، نو ځانونه تر قرضونو مه لاندي کوئ او که پوروړي ياست، نو د هغه قرضونو اداء کېدو په فکر کي سئ او د هغه څه التزام مه کوئ، چي پر تاسو لازم نه وي؛


۴. که مو قرباني کوله، نو د نورو خلکو سره په غوايي يا اوښ کي مه شريکيږئ؛ ځکه په هغه کي خورا حساس مسائل او شرطونه سته، چي عملي کول او پوره کول ئې ستونزمن دي؛


۵. د اختري تر کولو او قربانۍ وروسته د اختري غوښي درې ځايه کړئ، يوه برخه خپلي کورنۍ ته راوګرځوئ، يوه برخه د خپلو ميلمنو لپاره راوګرځوئ او يوه برخه خيرات کړئ.

 


۶. که مو قرباني وکړله، نو په ګاونډيانو او دوستانو کي هغو کورونو ته د غوښو برخي واستوئ، چي هغوی قرباني نه کوي يا ئې نور خلک نه وراستوي. ځيني خلک د غوښو په ليږلو کي رقابتونه او مناسبات کوي، هغه چاته ئې ورليږي چي هغه ئې هم ورته رااستوي.


نوټ: حق تعالی دي هر مسلمان ته د قربانۍ کولو د توفيق تر څنګ د صحيح نيت توفيق ورکړي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته