حضرت انس رضي الله عنه وايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم پر خپلي یوې ښځې لا هم دومره زیاته وليمه (د واده مېلمستیا او دعوت) نه ده کړې لکه څومره مېلمستیا چي یې د حضرت زینب رضي الله عنها په واده کي جوړه کړې وه چي د حضرت زینب رضي الله عنها د واده په مېلمستیا کي يې یو پسه حلال کړی وو. (متفق عليه)