حضرت انس رضي الله عنه وايي چي حضرت عایشې رضي الله عنها یوه نازکه پرده درلودل چي د خوني په یوه طرف کي يې ځړولې وه. نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چي ته دا پرده زما له مخي ګوښه (ایسته يې) کړه ځکه دا د پردې تصويرونه ما ته په لمانځه کي راوړاندي کېدل (زما توجه یې بلي خوا ته اړول). رواه البخاري