رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:
هره ورځ چي پر بنده ګانو سهار سي نو دوې ملائکي راکښته کيږي، یوه ملائکه داسي وايي چي یا الله! هغه څوک چي ستا په لاره کي مال ښندي هغه ته عوض ورکړه او بله ملائکه بیا وايي چي یا الله! هغه څوک چي بخل کوي (ستا په لاره کي مال نه ښندي) د هغه مال د منځه یوسه. متفق علیه