تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : ( ۱۶۷)
نوم: محمد
د اوسېدو ځای: جلال اباد
سوال : د چا چې درباندې پور وي د هغې زکوت به څوک ورکوي، پوره وړى او که د پور ورکونکى
جواب : د پور د پيسو زکات د پيسو پر اصلي خاوند باندي دئ، په دې شرط چي پوره وړی يې اقرار کوي، مني يې، د ادا کولو نيت لري او يا يې انکار کوي خو شاهدان د پور ورباندي وي. په دغه صورت کي که پوره وړی مسکين وي او که موړ وي د پيسو پر اصلي خاوند باندي ددغو پيسو زکات واجب دئ، هغه وخت چي دی ئې قبض کړي، لاس ته يي راوړي نو بيا به يې د تيرو کلونو زکات ادا کوي. (۱)
جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحیح: مولوي عبدالهادي آغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــ
(۱): فالدين القوي کبدل القرض ومال التجارة اذا کان علی مقربه ولو مفلسا او علی جاجد عليه بينة تجب فيه الزکاة اذا قبضه لما مضی من الاعوام . ( الفقه الاسلامي - ج ٢ ص ٧٦٨ - دارلفکر)
و في الهداية ولوکان الدين علی مقر ملئ او معسر تجب الزکاة لامکان الوصول اليه ابتداء او بواسطة التحصيل . ( فتح القدير، ج٢ صفحه ١٢٣ مکتبه رشيديه )