تازه سرليکونه
د (فتوا روژه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د روژو پرلپسې والی او د فرضیت عمر
 
  June 20, 2016
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


نوم :  احمد  

د اوسېدو ځای: چین

سوال :  کومي روژې بايد  پرله پسي ونيول سي او په کومو روژو کي وقفه پروانه لري خاصتاًپه لاندي ډولو نو کي قضايي ، نفلي ، ثوابي ،کفاري روژي په کوم عمر کي روژه نيول فرض کيږي ؟ 
 
جواب:   هغه روژې چي په هغو کي پرلپسې والئ شرط دئ ، په هغوکي وقفه جايز نه ده ، هغه روژې دا دي :  

١_ د رمضان د مياشتي فرضي روژې. 
٢_ د قتل کفاره . 
٣_ د ظهار کفاره . 
٤_ د قسم کفاره . 
٥_ په قصده د فرضي روژې د خوړلو کفاره . 
٦-  معين  نذر .    
٧_ د معلوم او  متعين قسم روژې . 

او هغه روژې چي پکښې پرله پسې والئ شرط نه وي دا دي : 

١_ قضايي روژې . 
٢_ د حلق کفاره . 
٣_ په حج کي د ښکار کولو په بدله کي روژې. 
٤_ د مطلق  نذر کفاره . 
٥_ د قسم روژې . 
٦_ د تمتع روژې . 

او دوې ( ٢) روژې هغه وخت فرض ګرځي ، چي څوک و بلوغ ته ورسېږي ، چي د هغه اندازه د جمهورو علماوو په اند پنځلس کاله ده ، نو له دې کبله په پنځلس کلنئ کي روژه نيول فرض ګرځي . (۲) یعني چي پنځلس کاله يې پوره سي پر شپاړسم کال پر ده د روژو نیول فرض ګرځي. البته که چیري پر انسان د بلوغ علامې ښکاره سي مثلاً: شیطان خطاء ایستل، انزالېدل، ښځه حامله کول او داسي نور نو په دغه صورت کي که څه هم تر پنځلس کلنۍ لږ عمر ولري مثلاً: ۱۳ یا ۱۴ کلن وي نو بیا هم بالغ ګڼل کيږي. (۳)

جواب: مولوي سيد عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــ
 (۱):  اعْلَمْ أَنَّ الصِّيَامَاتِ اللَّازِمَةِ فَرْضًا ثَلَاثَةَ عَشَرَ نوعا سَبْعَةٌ مِنْهَا مايَجِبُ فِيهَا التَّتَابُعُ ، وَهِيَ رَمَضَانُ وَكَفَّارَةُ الْقَتْلِ ، وَكَفَّارَةُ الظِّهَارِ وَكَفَّارَةُ الْيَمِينِ ، وَكَفَّارَةُ الْإِفْطَارِ فِي رَمَضَانَ ، وَالنَّذْرُ الْمُعَيَّنُ ، وَصَوْمُ الْيَمِينِ الْمُعَيَّنِ الخ .( فتاوى هنديه : ج،١: ص،٢١٥ ، مکة المکرمة )
 
(۲):  ومنها البلوغ هنديه : ج،١:ص، ٢١٧
 
(۳): معارف القران ج۲، ص ۳۰۵ او قاموس الفقه ج۲، ص۳۲۷
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته