حیرانوونکې خبره ده !
وینا : مولوي عنایت الله علمي/لیږونکی: احمد جنید مبارز
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
کومي ښځي چي ددوی په اصطلاح روشن فکره ورته ویل کیږي، په ژمي کي د یخ له بیري د بدن هغه حصې پټوي، چي د ګرمۍ په موسم کي یې نه پټوي، نه پوهېږم چي دوی دغه ځایونه د الله جل جلاله د عذاب له بیري ولي نه پټوي؟!
تاسي پوهېږۍ کومي وني یا کومي درختي چي د پاڼو څخه لڅي سي، یعني وچي سي، نو د دنیا د اور لپاره بوټي او لرګي سي، همدارنګه هغه ښځي چي په عامو ځایونو کي د نارینه و په وړاندي ځانونه لوڅوي، هغوی به هم د جهنم د اور بوټي او لرګي سي.
د انګلیستان د شاهي کورنۍ ښځي لڅ لباسونه نه اغوندي، ځکه دوی وایي لڅي جامې یوازي د رقص کوونکو ښځو لپاره دي !
الهي ! بې پته، بې حجابه، افغاناني او مسلماناني مېرمني مو پتمني، باحجابه، او حیاء داره کړې .