تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په سفر کي لمونځ قضاء سي نو قضا...
 
  November 14, 2012
  0

  تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۵۱)

نوم: سيف الله احمدي

سوال : که چیری د یو مسلمان ورور څخه په سفر کی لمونځ قضا سی او بیا مقیم سی ایا د لمانځه قضا به مسافرانه راوړی او یا که دمقیم په ډول یه قضا راوړي؟

جواب : که د یو چا څخه په سفر کي لـمنځونه قضاء سـوه نو کـله چي کور ته راسي د ماپښین، مازدیگر او ماخستن لمنځونه به دوه دوه رکعته را گرځوي، کـه په سفـر کښي يې راگرځوي او که په کور کښي فرق نه لري.
او که چيري په کور کښي لمنځونه ځني قضاء سوه نو دغه سړی به دماپښین، مازدیگر او ماخستن لمنځونه څلور څلور رکعته راگرځوي، د همدغو لمنځو قضاء که په کور کښي راگرځوي او که يې په سفر کښي راگرځوي فرق نه لري.
 

 
جواب: مولوي عبدالسلام
الجواب صحیح: مولوي سيد عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء 
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): شرح البدایة. ج۱، ص۱۵۰
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته