رالېږونکی: نور احمد
د زړه خوښي او ټیکاو له سترو نعمتونو څخه ګڼل کېږي، ځکه چې د زړه خوښۍ ذهن ته ثبات او نفس ته ډاډمني وربخښي، د دې په برکت په انسان کې د نو ښت او پنځونې وړتیا راویښېږي، ویل کیږي چې د سرور او خوښي لاسته راوړل یو داسې هنر دی، چې زده کړې ته اړتیا لري، څوک که په دې هنر وپوهیږي، چې سرور څه ډول تر لاسه کېږي، او څنګه ګټه ترې اخيستل کېداى سي ، نو هلته به د ژوند په خوږ و پوه سي، په دې لړ کې تر ټولو لومړنی اصل دا دی، چې انسان باید زغمناک وي، له مصیبتونو سره د مخ کېدو په صورت کې باید زغم ونه بایلي او نه له خنډونو سره د مقابلې د دوه زړتوب ښکار سي، ځکه زړه چې څومره غښتلی او پاک وي، نو روح به څومره روڼ او ځواکمن وي او بیا په زغره له ستونزو سره مقابله کولای شي.
د دې برعکس د فطرت له کړ کېچونو سره مقابلي نه ډاریدل او دوه زړتوب رنځونه دردونواو وهمونو څخه لارجوړوي يعني د مصیبتونه پر مهال واویلا کول او پر وړو وړو خبرو هیجاني کېدل اندیښنې او لا ډېري ستونزې رامنځته کوي ،خو هغه څوک، چي د غوسي پر مهال له صبره او زغم څخه کار واخلي ، ټولې ستونز یې په اسانه هوارېږي.
کله چې یو ځوان له مرګ سره لوبې کوي ، نو د ستونزو او مصیبتونو ګالل ورته اسانه خبره وي. د سرور او خوښۍ د دښمنانو تګلاره تنګ نظري او د نورو په پرتله یوازې خپل ځان ته يي ارزښت ورکړې دي.
الله جل جلاله خپلو دښمنانو ته په دې ټکو کې اشاره کړې: (أَهَمَّتْهُمْ أَنْفُسُهُمْ) چې هغوی ته یوازې همدا خپلې ګټې ارزښت درلود. دغه ډول لنډ فکري خلګ او ځانپالې خلګ ، ټولې ښیګڼې په خپل ځان کي ګوري او نور ټول مخلوق یې تر سترګو کم راځي او د نورو په اړه هیڅ فکر نه کوي او نه د بل لپاره ژوند کوي، يعني په هر څه کې خپلې ګټې په پام کې نیسي ، نو موږ باید یو څو شېبې د بل لپاره هم ژوند وکړو، لږ د بل د ګټو په خاطر د خپلو ګټو قرباني ورکړو، هلته به سو کاله د خوښۍ ډک ژوند ولرو.
ماخذ : د "مه خپه کېږه" کتاب څخه