تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۲۸۸)
نوم: شبیر احمد
د اوسيدو ځای: شارجه
سوال : نفل په ناستي کول څنګه دي ؟
باسم ملهم الصواب
جواب : په ناستي نفل کول جایز دي، که څه هم په ولاړه قدرت او طاقت ولري، البته بلا عذره په ناستي نفل کولو ثواب د ولاړي په مقابل کښي نیم دی. (۱)
جواب: مولوی عبدالغفار حسیني
کتنه: مولوی عبدالهادي اغا ، مولوی سید عبدالباري
تعلیم الاسلام دارافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــ
(۱): يصلي النافلة قاعدا مع القدرة على القيام لقوله عليه الصلاة والسلام صلاة القاعد على النصف من صلاة القائم. الهدایة ج۱، ص۱۳۳ ، المکتبة الحقانیة . و کذا في فتاوی محمودیة ،ج۷، ص۲۲۲