تازه سرليکونه
د (فتوا اسلامي عقايد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د واجبو د پرېښولو سزا څه ده؟
 
  December 12, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۲۳۶)

نوم: احمد 

د اوسېدو ځای: چین

سوال : د واجب په نه کولو سره يا داسي عمل چي واجب وي او انسان يي ادا يا ونه کړي نو جزا يي څه ده؟

جواب: د واجبو په کولوسره انسان د اجر او ثواب مستحق ګرځي او که یې قصداً پرېږدي نو بیا دغه سړی ګناهکار دی دځینو لپاره ځني وعیدات داسي دي مثلاً که څوک وتر نه کوي نو  رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چي هغه زموږ  د طریقې څخه نه دی. یا اختری نه کوي نو هغه دي عیدګا ته نه راځي  او داسی نور  وعیدات د نورو واجباتو د پرېښولو لپاره سته.  البته مؤمن ته په کار ده چي ده الله تعالی په طاعاتوکي سستي ونه کړي. 
 
کتبه: مولوي سردار محمد
الجواب الصحیح: مفتي جان محمدراشد، مولوي شاولي الله، مولوي عبدالهادي آغا او مولوي سید عبدالباري
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(‍۱): کما في الحدیث: وعن بريدة قال : سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول : " الوتر حق فمن لم يوتر فليس منا الوتر حق فمن لم يوتر فليس منا...رواه ابوداؤد، مشکوة، ج۱، ص۱۱۳- باب الوتر، طبع: امیرحمزه
 
(۲):عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ قَالَ : مَنْ كَانَ لَهُ سَعَةٌ ، وَلَمْ يُضَحِّ ، فَلاَ يَقْرَبَنَّ مُصَلاَّنَا. رواه ابن ماجه، ص۲۲۶، طبع: قديمي کتب خانه
 
(۳): و في کشف الاسرار للامام النسفي رحمه الله: و حکمه اللنوم عملاً بمنزلة الفرض حتی لایکفر جاحده ویفسقه تارکه اذا استخف باخبار آحاد...الخ، ج۱، ص۴۵۲، فصل في المشروعات علی النوعین، طبع: قدیمي کتب خانه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته