تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : ( ۴۰۳)
نوم: قدرت الله صابر
د اوسېدو ځای: ماليزيا
سوال : زه په مالیزیا کی په iium کی شاګرد یم دلته ځینی وخت موږ په شافعی مذهبه پسی لمونځ کوو زموږ لمونځ څنګه دی؟ ځکه حنفیان کم دی مجبور یو .
جواب :
حامداً و مصلياً
ستا اقتداء صحيح ده ترڅو چي تا په دغه امام کي داسي يوشي نه وي ليدلي چي هغه د د احناف په نزد ماتونکي د اوداسه وي لکه وينه وتل چي د احنافو په نزد اودس په ماتيږي او د شوافعو په نزد نه په ماتيږي که مو چيري دغه شى وليدی نو اقتداء مه پسي کوه او که دي لمونځ پسي وکړی او وروسته بيا خبر سوې چي دده د بدن څخه وينه بهېدلي وه، اودس يې بيا نه ووکړی نو بيابه ته خپل لمونځ بېرته را وګرځوې.
جواب : مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سيد عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱) : وَالِاقْتِدَاءُ بِشَافِعِيِّ الْمَذْهَبِ إنَّمَا يَصِحُّ إذَا كَانَ الْإِمَامُ يَتَحَامَى مَوَاضِعَ الْخِلَافِ بِأَنْ يَتَوَضَّأَ مِنْ الْخَارِجِ النَّجِسِ مِنْ غَيْرِ السَّبِيلَيْنِ كَالْفَصْدِ...الخ .التفاوی هندیة ،ج۱ باب الامامة .
(٢): اما الاقتداء بالمخالف في المفروع کالشافعى فيجوز مالم يعلم منه مايفسد الصلوة على اعتقاد المقتدى عليه الاجماع . الشامي باب الامامة وفتاوی غياثية، باب الامامة وفتاوي حقانية ، ج٣ ،ص١٣٤.