د رجعي طلاق او د بائن طلاق لفظونه مو دمخه ولوستل ، په لنډ ډول ویلای سو چي په صریحو الفاظو رجعي طلاق واقع کیږی او په کنايی الفاظو بائن طلاق واقع کیږي .
دلته د رجعي طلاق شمېر او هم د رجوع کولو د طریقې بیانوو ، د رجعي طلاق شمېر دوه دی .
که څوک خپلي ښځي ته په صریح لفظ یو طلاق ورکړي ، که دا یې لومړی طلاق وو او تر دې وړاندي یې هيڅ کله ښځي ته طلاق نه وو ورکړی ، دا رجعي طلاق سو .
که مېړه يې د عدې تر پوره کېدلو دمخه رجوع ورته وکړي نو هغه مخکنۍ نکاح یې تر منځ بیرته پر خپل حالت پاتیږي او نوې نکاح تړل نه غواړي .
د رجوع کولو څخه وروسته که دوهم ځل په صریحو الفاظو بل طلاق ورکړي ، دا هم رجعي طلاق دی ، په عده کي دننه یې مېړه رجوع ورته کولای سي ، خو په دوهم ځل طلاق ورکولو د دغي ښځي د رجعي طلاق شمېر بشپړ او پوره سو .
که د دوهم طلاق څخه وروسته په عده کي رجوع ورته وکړي ، یا تر عدې وروسته نکاح ورسره وتړي او دریم ځل بيا په صریحو الفاظو طلاق ورکړي ، په دريم طلاق ښځه يو مخ ځني بېليږي او بيا يې نه مېړه رجوع ورته کولای سي او نه بیا هيڅ کله نکاح ورسره نوې کولای سي .
که ښځي لره په لومړي ځل کي بائن طلاق ورکړي او تر هغه وروسته نکاح ورسره وتړي ، د نکاح وروسته دوهم ځل په صریحو لفظونو یو طلاق ورکړي دا هم رجعي طلاق دى ، خو وروستی رجعي طلاق يې دی ځکه ترمخه یې یو طلاق تېر سوى دی .
د دوهم طلاق څخه وروسته رجعي طلاق نسته یعني که دریم طلاق ورکړي د هغه څخه وروسته يې مېړه نه رجوع ورته کولای سي او نه نکاح ورسره تجديد او نوې کولای سي .
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي