كه د نكاح وروسته د ښځي يو عيب څرگند سي مېړه يي نه سي كولاى چي د همدې عيب لكبله نكاح فسخ كړي او د ولور څخه اوږې سپكي كړي .
كه د نكاح وروسته څرګنده سي چي سړى ليونى دى يا د جذام او فيس په مرض اخته دى ، د ابوحنيفه او ابويوسف رحمهما الله په آند ښځه د نكاح د فسخ كولو اختيار نه لري .
خو د امام محمد رحمة الله علیه په آند که ميړه يې په دا ډول ناروغۍ اخته وو نو ښځه يې د نكاح د فسخ كولو اختيار لري .
كه سړي د جماع توان نه درلودى د مردانګۍ قوت يې ختم وو يعني عَنِين وو ، دا ډول کس ته قاضي يو كال مهلت وركوي ، كه د يوه كال په مده كي د جماع پر كولو وتوانيدى نو نكاح يې پر خپل حال پرېښودل كيږي او كه د يوه كال په مده كي لا هم د جماع پر كولو و نه توانيدى بيا قاضي كولاى سي چي د ښځي د غوښتني پر بنسټ يې تر منځ بېلتون راولي ، دا بېلتون د يوه بائن طلاق حكم لري ، خصي هم د عنين په شان حكم لري .
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح