تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ارتداد حكم
 
  June 27, 2012
  0
  په مېړه او ماینې کي که هر یو العیاذ بالله مرتد سي يعني د اسلام دین پرېږدي او د کفر دین ته واوړي نو د دوى تر منځ چي نکاح وه هغه له منځ څخه ځي ، یو د بل څخه پردی کیږي .
 
د ارتداد له کبله چي د ماینې او مېړه تر منځ فراق او بیلتون راځي هغه د طلاق حکم نه لري .

که په مېړه او ماینه کي هر یو په خپل منځ کي تر خلوت کولو وروسته ، یا د واده څخه وروسته مرتد سي نو ښځه د پوره ولور حق لري .
 
 که سړی د خلوت ، یا واده څخه ترمخه مرتد سي بیا يې ښځه د ټاکل سوي ولور نیمی حق لري .

که ښځه د خلوت او یا واده څخه ترمخه مرتده سي نو بیا د ولور حق بیخي نه لري .
 
 مېړه او ماینه که په یو ځایي ډول یو ځلي مرتد سي او بیا بیرته دواړه اسلام قبول کړي نو د دوى تر منځ هغه مخکنۍ نکاح اوس هم صحیح ده .

مرتد د ارتداد په حالت کي نه د مسلماني ښځي سره نکاح تړلای سي او نه د کافري او مرتدي ښځي سره نکاح تړلای سي .
 
همدا حکم د مرتدي ښځي هم دى ، مرتده ښځه هم د ارتداد په حال کي د هیڅ مسلمان او کافر سره نکاح نسي تړلای . 
 
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
 
 
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته