تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د طلاق وړتيا (څوک طلاق ورکولای سي؟)
 
  October 18, 2012
  0
د طلاق وركولو وړتيا او اهليت يوازي د ښځي مېړه لري ، هغه هم پدې شرط چي عاقل ، بالغ وي او د ويښي په حالت كي يې وركړي .

ليونى چي ښځي ته طلاق وركړي طلاق يې نه واقع كيږي ، همدا ډول د لېوني و ښځي ته بل څوك هم  طلاق نسي وركولاى .

د نابالغه كوچني طلاق هم نه واقع كيږي او نه بل څوك د نابالغه كوچني و ښځي ته طلاق وركولاى سي .

دغه ډول ليونى او نابالغه كوچنى د نكاح د تړون وړتيا او اهليت هم نه لري .

د نابالغه او ليوني د نكاح اختيار په شريعت كي د هغه ولي ته وركول سوى دى .

څوک چي بيده وي نو د هغه طلاق هم نه واقع كيږي .

عاقل او بالغ چي بيده وي او د خوب په حالت كي و ږغيږي يعني خبري وكړي ، خپلي ښځي ته طلاق وركړي دا طلاق هم نه واقع كيږي ، ځكه بيده د خوب په حالت كي هم د ليوني او كوچني په شان معاف دى .
 

ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته