تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (٥٤۰)
نوم: عزیز الله
سوال : هغه تشنابونه چي کموټ ولري او ئايي ونه لري په دغه تشناب کي د اوداسه پر وخت يا د غسل پر وخت بسم الله ويل او کلمه ويل څنګه حکم لري ؟
جواب :
حامداً ومصلياً
په کموډ والا تشناب کي، دغه ډول په ناپاکه بې کموډه تشناب كي او همدا ډول په داسي حالت کي چي د چا عورت لڅ وي ، بسم الله نه ويل کيږي . تشناب ته دي دننوتلو څخه مخکي بسم الله ووايي ، او د تشناب څخه دراوتلو وروسته دي هغه د اوداسه څخه وروسته کېدونکې دعا ووايي .
البته که په بستره او پاکيزه حمام او غسل خانه کي يې اودس کاوه او هلته کموډ هم نه وو هلته بسم الله او دعا ويلاى سي ، همدا ډول په دغسي حمام او غسل خانه کي که يې په لونګ کي يعني عورت يې پټ وو ،غسل يې کاوه هم بسم الله ويلاى سي .
جواب : مولوي عبدالولي
الجواب صحيح : مولوي شا ولي الله ، مولوي سردار محمد و مولوي عبدالهادي اغا
تعليم الاسلام دارلافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱):وَيُسْتَحَبُّ أَنْ لَا يَتَكَلَّمَ بِكَلَامٍ مُطْلَقًا ، أَمَّا كَلَامُ النَّاسِ فَلِكَرَاهَتِهِ حَالَ الْكَشْفِ ، وَأَمَّا الدُّعَاءُ فَلِأَنَّهُ فِي مَصَبِّ الْمُسْتَعْمَلِ وَمَحَلِّ الْأَقْذَارِ وَالْأَوْحَالِ ا هـ .أَقُولُ : قَدْ عَدَّ التَّسْمِيَةَ مِنْ سُنَنِ الْغُسْلِ فَيُشْكِلُ عَلَى مَا ذَكَرَهُ يظهر ان التسمية مستثناة من عموم العبارة الثانية بدليل التعليل بقوله فلانه في مصب الخ اذ حين التسميةيم يجد استعمال ولا اقذا والااحال. الدرالمختار علي رد المحتار: ج١ ، ص٣١٩، سنن الغسل ، کتاب الطهارة ،. طبع مکتبه رشيديه کوئټه .
(٢): وفي حاشية الطحطاوي على مراقي الفلاح : مثل اداب الوضوء وقد بينا ها الاانه لا يستقبل القبلة حا لاغستاله لانه يکون غالب مع کشف العورة فان کان مستور فلا بائس به ويستحب ان لا يتکلم بکلام معه ولودعاء لانه في مصب الاقذا رو يکره مع کشف العورة. فصل و اداب الاغستال ، کتاب الطهارة ، ص١٠٥ ، طبع مکتبه رشيديه کوئټه .
(٣): وَيُسَمِّي قَبْلَ الِاسْتِنْجَاءِ وَبَعْدَهُ هُوَ الصَّحِيحُ ،احتراز عما قيل قبله فقط وما قيل بعده فقط لأن ما قبله حال الانكشاف والأصح قبله أيضا لا حال الانكشاف ولا في محل النجاسة. فتح القدير: ج١ ، ص٢١ .طبع مکتبه رشيديه کوئټه .
(٤) : احسن الفتاوی: ج٢ ، ص٣٧ ، باب الغسل ، کتاب الطهارت ، طبع ايچ ايم سعيد ۔