تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په ټوپک ښکار کول څنګه دي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 25, 2023
  0

تعليم الاسلام دارالافتاء

 
د صادرې شميره : (۸۹۳)
نوم:عبدالظاهر    
                                                       
سوال : که په ټوپک سره څلور يا پنځه غرني پسونه په يو ځل سړى ښکار کړى کله چي ورته را ورسيږي په حلاليدو ئې پيل وکړى چي دا يو حلالوي هغه نور د حلاليدو پرته مړه سي ايا دا حلال دى اوکه مردار تقريباً شل کاله مخکي ماته يو عالم فتوا دحلت راکړى وه د ډېره وخته زما دنده ښکار کول دى.
 
 جواب : حامداً و مصلياً
 
د ټوپک په مرمۍ يا چرۍ سره ويشتل سوى غرنى پسه او يا بل وحشي حيوان که د حلاليدو څخه پرته مړ سي حلال نه دى، خوراک ئې حرام دى د موقوذة په حکم کي داخل دى، لکه چي په کوتک ووهل سي او مړسى دا ځکه چي د ټوپک مرمۍ د هوا، اور او ثقل په زور سره حيوان وژني، کوم عالم چي تاته فتوا درکړى ده، هغه د ټوپک مرمۍ په سهم(غشي) سره قياس کړى ده، او داسي قياس د فقهاؤ د تحقيق مطابق صحيح نه دى. 
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):  ( أو بندقة ثقيلة ذات حدة ) لقتلها بالثقل لا بالحد، قَالَ قَاضِي خَانْ : لَا يَحِلُّ صَيْدُ الْبُنْدُقَةِ وَالْحَجَرِ وَالْمِعْرَاضِ وَالْعَصَا وَمَا أَشْبَهَ ذَلِكَ وَإِنْ جَرَحَ ؛ لِأَنَّهُ لَا يَخْرِقُ، فَأَمَّا الْجُرْحُ الَّذِي يُدَقُّ فِي الْبَاطِنِ وَلَا يَخْرِقُ فِي الظَّاهِرِ لَا يَحِلُّ لِأَنَّهُ لَا يَحْصُلُ بِهِ إنْهَارُ الدَّمِ ؛ وَمُثَقَّلُ الْحَدِيدِ وَغَيْرِ الْحَدِيدِ سَوَاءٌ ، إنْ خَزَقَ حَلَّ وَإِلَّا فَلَا ا هـ ، وَفِي التَّبْيِينِ : وَالْأَصْلُ أَنَّ الْمَوْتَ إذَا حَصَلَ بِالْجُرْحِ بِيَقِينٍ حَلَّ ؛ وَإِنْ بِالثِّقَلِ أَوْشَكَ فِيهِ فَلَا يَحِلُّ حَتْمًا أَوْ احْتِيَاطًا ا هـ ... وَلَا يَخْفَى أَنَّ الْجُرْحَ بِالرَّصَاصِ إنَّمَا هُوَ بِالْإِحْرَاقِ وَالثِّقَلِ بِوَاسِطَةِ انْدِفَاعِهِ الْعَنِيفِ إذَا لَيْسَ لَهُ حَدٌّ فَلَا يَحِلُّ ... وَبِهِ أَفْتَى ابْنُ نُجَيْمٍ. درالمختار مع الردالمحتار: ج٦، ص٤٧١. چاپ: ايچ ايم سعيد. 
 
(٢):يُطْلَقُ الْبُنْدُقُ عَلَى مَعَانٍ ،  وَمِنْهَا : مَا يُصْنَعُ مِنْ طِينَةٍ مُدَوَّرَةٍ أَوْ رَصَاصَةٍ يُرْمَى بِهَا الصَّيْدُ، أَمَّا مَا يُصْنَعُ مِنَ الطِّينِ ، فَقَدِ اتَّفَقَ الْفُقَهَاءُ عَلَى أَنَّ مَا قُتِل بِبُنْدُقَةِ الطِّينِ الثَّقِيلَةِ لاَ يَحِل أَكْلُهُ ، لأِنَّهَا تَقْتُل بِالثِّقَل لاَ بِالْحَدِّ، وَهَذَا كُلُّهُ فِي الْبُنْدُقِ الْمَصْنُوعِ مِنَ الطِّينِ أَوِ الرَّصَاصِ مِنْ غَيْرِ نَارٍ ، أَمَّا مَا صُنِعَ مِنَ الْحَدِيدِ وَيُرْمَى بِالنَّارِ ، فَاخْتَلَفَ الْفُقَهَاءُ فِي ذَلِكَ : فَصَرَّحَ الْحَنَفِيَّةُ وَالشَّافِعِيَّةُ بِالْحُرْمَةِ. الموسوعة الفقهية: ج٢٨، ص١٣٥.چاپ: مياعبدالحکيم ارګ بازار کندهار. 
 
(٣): لا يحل صيد البندقة الى ان قال في اخرالباب: وکان سيدى الشيخ محمد الحامد رحمه الله يري ان الموت حصل بالثقل ويفتى بعدم الحل لانه الرصاصة تندفع بشکل لولبىِ فتزدادو سرعتها فاذا اصابت الصيد مزقت انسجته بثقلها الناتج عن شدة اندفاعها. الفقه الحنفى في ثوبه الجديد: ج٥، ص٢٤٧، چاپ دارالقلم.
 
(٤): لا يحل صيد البندقة والحجر والمعراض والعصاء واما اشبهها وان جرح. الفتاوي التاتارخانية: ج١٨، ص٤٧٥. مؤلف: عالم بن علاء الهندى. چاپ: رشيديه.
 
(٥): بندوق سے شکار کرنا کيسا ہے؟ 
 
جاري ده...............
 
 
 
الجواب: جائز ہے ليکن بدون ذبح کے شکار حلال نه ہوگا لانه يقتل بالثقل لابالحد. امداد الفتاوي: ج٣، ص٥٦٤. چاپ: مکته سيد احمد شهيد
(٦): بندوق اور غليل کي گولى خود جارح نہيں بلکه عموما جانور اس کے زور( پريشر) سے زخمي ہوتا ہے اس لئے اس کے حلت کيلئے يه جرح کافي نہيں جو چيز جارح نه ہوں شکار اس کے زور سے مرجائے تو وه موقوذه کے حکم مي هوکر حلال نہيں. فتاوي حقانيه: ج٦، ص٤٥٨. چاپ دارالعلوم حقانية. هکذا في الهندية. 
 
 همدغه حکم په لاندي فتاوو کي هم زکر دى هلته ئې کتلاى سي.
 
(١): فتاوي محموديه: ج٢٤، ص٩٥، چاپ: ادارة الفاروق.
 
(٢): تکمله فتح الملهم: ج٣، ص٤٠٦، چاپ: بيروت.
 
(٣): آپ کے مسائل: ج٥، ص٤٩٤، چاپ: مکتبه لدهيانوي شهيد. 
 
(٤):  فتاوي دارالعلوم ديوبند: ج١٥، ص٤١٣، چاپ دارالاشاعة.  
 
 
جواب: مولوي سيد عبدالباري
 
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا ،  مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي رفيع الله ارغندابى
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
www.taleemulislam.net     
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته