په دې برخه کي د محترمو کتونکو د ځینو عامو پوښتنو جوابونه وړاندي کیږي
ژوندي نشرات
سوال: کولای سو چي ستاسو د راډیو نشرات په ژوندۍ بڼه هر ځای واورېدل سي؟
جواب: د تعلیم الاسلام ویب پاڼې پر لومړنۍ صفحه کي د ژوندي نشرات په نامه صندخ کلیک کړی تر څو راډیو په ژوندۍ بڼه هر ځای چي یاست واوری او د مختلفو ديني او معلوماتي خپرونو څخه يې ګټه واخلی.
سوال: ژوندي نشرات ځني وخت بند وي دا ولي؟
جواب: ځني وخت د تخنیکي مشکل له کبله موقتي بند سي چي د صفحې په تازه کولو یا ریفریش کولو سره بیرته فعاله کیږي. که چیري بیا هم نشرات نه سوه فعال نو لطفاً موږ ته په لاندي شمېره اطلاع راکړی: ۰۰۹۳۷۰۳۰۵۰۷۰۰
سوال: څنګه کولای سو چي ستاسو په ژوندۍ خپرونو کي ګډون وکړو؟
جواب: تاسو کولای سی د لاندي شمېرې او سکايپ ادرس د لاري ګډون وکړی:
شمېره: ۰۰۹۳۷۰۷۰۰۵۷۵۷
سکایپ: taleemulislamradio
سوال: څنګه کولای سو چي ستاسو د خپرونو وخت او محتوا راته معلومه سي؟
جواب: د تعلیم الاسلام ویب پاڼې پر مخ صفحه راسته طرف ته مهال وېش قرار لري چي د هري ورځي خپرېدونکي خپروني پکښي درج دي او په کلیک کولو سره د اړونده خپروني معلومات لوستلای سی.
سوال: ایا د تعلیم الاسلام راډیو ژوندي نشرات د موبایل یا آیفون د لاري اورېدلای سو؟
جواب: موږ په همدې هڅه کي یو تر څو پر هر انټرنيټ لرونکي موبایل کي نشرات فعاله سي. خو اوس هم کولای سی د ددې ادرس د لاري یې واوری: تعلیم الاسلام راډیو په آیفون کي او یا دلته کلیک وکړئ:
درسونه او بیانونه
سوال: زما په کمپیوټر کي درسونه او بیانونه نه اورېدل کیږي، دا ولي؟
جواب: کله چي یو بیان یا درس پرانیستل (کلیک کړل) سي نو د ایکسپلورر په سر کي یوه پرده خپله ښکاره کیږي چي active x بلل کیږي، پر همدې پردې راسته کلیک وکړئ او انسټال يې کړی. دوهم دا چي جوا سافټ وېر لرل هم اکثره وخت مرسته کوي. دلته يې ډاونلوډ کړئ: جوا
سوال: مخکني درسونو او بېلابيل اسلامي معلومات څنګه لاس ته راوړلای سو؟
جواب: د ویب پاڼې په لاندنۍ چپ طرف کي د ارشف د لاري د تعلیم الاسلام ویب پاڼې ټول اسلامي توکي ځای پر ځای دي.
دارالافتاء (شرعي پوښتنو او جوابونه)
سوال: موږ د کومي لاري کولای سو چي پوښتنه وکړو؟
جواب: په ویب پاڼه کي د دارالافتاء د تڼۍ په کلیکولو سره لومړی څانګي ته رسیېږی او تر څانګو وروسته لاندي دا عنوان لیکلی دی: (که شرعي پوښتنه لرئ دا ځاى کليک کړئ) په دا ځای کلیکولو سره خپله پوښتنه کولای سی.
سوال: زموږ پوښتني ولي ژر نه جوابیږي؟
جواب: ځني کسان چي پوښتنه را راستوي نو خپل د ایمیل ادرس غلط لیکي، کله چي د دوی پوښتنه جواب سي او اداره وغواړي چي د دوی ایمیل ادرس ته پوښتنه ولیږي نو هغه نه لیږل کیږي. بله دا چي تعلیم الاسلام دارالافتاء ته الحمدلله د نړۍ د ګوټ ګوټ څخه زیاتي پوښتني راځي چي په خپل نوبت سره جوابیږي او دا یو څه وخت نیسي، تاسو باید لومړی د دارالافتاء په څانګه کي خپله پوښتنه وپلټی که چیري هلته نه وي نو بیا کولای سی خپله پوښتنه راولیږی خو ایمیل ادرس او نوم باید په صحیح ډول لیکلی وي.
د تعلیم الاسلام ادارې سره مرسته او همکاري
سوال: څنګه کولای سو چي ستاسو سره خپله همکاري او مرسته وکړو؟
جواب: د تعلیم الاسلام ادارې سره کولای سی په مختلفو برخو کي مرسته وکړی، لکه: په زړه پوري، ګټور علمي معلومات او مقالې او شعرونه رالېږل، نعتونه او قرائتونه رالېږل، د ادارې د لا پرمختګ لپاره خپل سالیم نظریات شریکول او همدا ډول کولای سی ددې ادارې سره خپلي مالي مرستي وکړی .
د ویب پاڼې په لاندنۍ چپه طرف کي د اړیکو د لاري زموږ سره تماس ونیسی.
که چیري د ویب پاڼې په اړه نوري پوښتني ولری نو د ا ړیکو د لاري اطلاع راکولای سی. مننه
تعلیم الاسلام ویب پاڼي څانګه