ظِهَار هم د طلاق په ډول هم صریح او هم کنایي الفاظ لري ، که څوک خپلي ښځي ته د مور یا بلي مَحرَمي ښځي د یو عضوء او اندام سره تشبیه ورکړي نو دا د ظِهَار صریح الفاظ دي لکه انتِ علی کظهر امي یا انتِ علي کبطني اختي او داسي نور .
د ظِهَار صریح الفاظ نیت ته اړتیا نه لري نو ځکه په دې ډول الفاظو بېله نیت څخه ظِهَار واقع کیږي .
د ظِهَار کنايي الفاظ بیا هغه دي چي څوک خپله ښځه د خپلي مور یا بلي مَحرَمي سره ورته وبولي د بېلګي په ډول : انتِ علی مثل امي ، ته پر ما د مور په شان یې ، انتِ علی کاختي ، تر پر ما لکه خور داسي یې .
په دې ډول وینا کي د سړي نیت معتبر دى ، که د ظِهَار په نیت دا وینا ښځي ته وکړي نو ظِهَار یعني لنډ مهاله حرمت په راځي .
که د دې وینا څخه یې مقصد او اراده طلاق وي نو بائن طلاق په لویږي .
که دا وینا د کرامت په نیت ورته وکړي نو نه ظِهَار په راځي او نه طلاق په واقع کیږي ، د کرامت معنا دا ده چي ددې وینا څخه یې مقصد دا وي چي ته ما ته داسي د قدر او عزت وړ یې لکه څه ډول چي مي مور راته د قدر او احترام وړ ده .
که دا ډول وینا څوک ښځی ته همداسي بېله کوم نیت او ارادې څخه وکړي ، نه يې طلاق مقصد وي او نه یې ظِهَار او قدر داني مقصد وي ، هلته بیا د قدر داني او کرامت په معنا ګڼل کیږي ، طلاق او ظِهَار نه په واقع کیږي .
البته ښځي ته داسي ویل کراهيت لري چي : انتِ امي ته زما مور یې یا انتِ اختي ته زما خور یې .
که څوک خپلي ښځي ته ووایي : انتِ علی حرام کامي ، ته پر ما د مور په شان حرامه یې یا ورته ووایي : انتِ علی حرام کاختي . ته پر ما د خور په شان حرامه یې .
دا ډول وینا که د ظِهَار په نیت ورته وکړي ظِهَار په ثابتیږي او که د طلاق په نیت یې ورته وکړي طلاق په واقع کیږي او که هیڅ نیت یې نه درلودى نو بیا لږ حرمت یعني ظِهَار په راځي .
په دې وینا کي د حرام لفظ یاد سوی دى نو ځکه د کرامت او قدر دانۍ نیت یې نه منل کیږي بلکي یا اوږد مهاله حرمت طلاق یا لنډ مهاله حرمت ظِهَار په ثابتیږي .
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي