تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
لعان او د هغه معنا
 
  April 25, 2013
  0

 څوک چي پر پاک لمني ښځي د زنا تور ولګوي که څلور شاهدان یې د خپل تور د اثبات د پاره قاضي ته وړاندي نه کړای سوای نو دا نفر درواغجن بلل کیږي او د تور لګولو حد یعني اتیا دورې حد قذف پر جاري کیږي .

 

خو که څوک پر خپلي ښځي د زنا تور ولګوي او  هغه زانیه وبولي يا د هغې څخه چي يې اولاد وزیږي هغه د ځان څخه نفي کړي ، د بل چا څخه یې وبولي دلته که سړي څلور شاهدان قاضي ته وړاندي کړل او څلورو واړو شاهدانو د دې ښځي پر زنا کولو شاهدي ادا کړله نو ښځه رجم یعني په ډبرو وژل کیږي .

که سړي شاهدان و نه درلودل خو ښځي د مېړه د تور تصدیق او سپیناوی وکړى ، څلور ځلي يې د قاضي په حضور کي د زنا کولو اقرار وکړی ، دلته هم ښځه رجم کیږي .
که ښځي د مېړه تور رد کړی او هغه یې درواغجن  وباله ، سړي شاهدان هم نه درلودل نو بیا د دې ښځي او سړي تر منځ لِعَان منځ ته راځي : 

د لِعَان معنا

لِعَان معنا یو پر بل لعنت ویل ، د ملاعنة په شان مصدر دی لکه قِتال چي د مقاتلې هم معنا او د یوه باب مصدر دی .

په شریعت کي لِعَان دې ته وايي چي سړی د قاضي په حضور کي څلور ځلي په اشهد بالله شاهدي ادا کړي ، چي ما د زنا کوم تور پر خپلي ښځي لګولی دی په هغه کي زه د رښتینو کسانو څخه یم او پنځم ځلي ووایي : پر ده دي لعنت وي که دی په دې تور لګولو کي د درواغجنانو څخه وو .

د سړي د لِعَان وروسته د ښځي نوبت دى ، ښځه به هم څلور ځلي په اشهد بالله شاهدي ادا کوي چي زما مېړه چي د زنا کوم تور پر ما لګولی دى ، په هغه کي دی د درواغجنانو څخه دى او پنځم ځلي به وايي : پر دې دي دالله جل جلاله غضب وي که مېړه یې په تور لګولو کي د رښتینو کسانو څخه وو.

خو تر لِعَان دمخه هم نارینه او هم ښځي ته توصیه کیږي او د آخرت د عذابونو څخه ډارول کیږي چي د آخرت عذاب د دنیا تر حد سخت دی ، که سړي د درواغو تور لګولی وو ترڅو هغه په خپل جرم اقرار وکړي ، که په دنیا کي حد قذف پر جاري سي د آخرت د عذاب څخه به خلاص سي .

که ښځي دا ناوړه عمل کړی وو ترڅو هغه په خپل جرم اقرار وکړي که په دنیا کي د زنا لکبله رجم سي د آخرت د عذاب څخه خو به خلاصه سي .
د سړي او ښځي تر منځ چي لِعَان وسي ، بیا یو د بل څخه بېلیږي یعني قاضي د دواړو تر منځ د بېلتون حکم کوي ، دا بېلتون د ابوحنیفه رحمة الله علیه او محمد رحمة الله علیه په آند یو بائن طلاق ګڼل کیږي ، خو د ابویوسف رحمة الله علیه  په آند دا بېلتون یې تر منځ دائمي حرمت راولي او بیا یې هیڅکله هم تر منځ نکاح نه تړل کیږي .

که سړي پر خپلي ښځي د زنا تور د اولاد په نفي کولو لګولی وو نو بیا يې هغه اولاد ددې سړي اولاد نه بلل کیږي او نه میراث یو د بل څخه وړي ، ځکه په لِعَان یې د پلار څخه نسب قطع کیږي ، بلکي هغه یوازي د مور اولاد بلل کیږي ، مور او هغه اولاد یې یو د بل څخه میراث وړي .

که څوک د ښځي د لنګون څخه سمدستي وروسته یا څه مهال چي مبارکي ورته ورکول کېدله ، د اولاد نفي و نه کړي ، بلکي د هغه څخه وروسته ووایي چي دا اولاد زما څخه نه دی ، پدې صورت کي هم لِعَان کول کیږي ، ځکه د اولاد نفي کول پر ښځي باندي د زنا د تور لګولو په معنا دی خو د اولاد نسب د پلار څخه نه پرې کیږي .

د امام ابو حنيفه رحمة الله علیه  ملګري وايي : که سړی د نفاس په مده کي دننه د خپلي ښځي اولاد د بل چا څخه وبولي او د ځان څخه یې نفي کړي نو دا نفي صحیح دي ، هم لِعَان لازموي او هم نسب قطع کوي . 
لِعَان د هغه مېړه او ماینې تر منځ کیږي چي هغوی دواړه د شاهدي ادا کولو اهلیت او وړتیا ولري ، نو ځکه که پر سړي د دې څخه دمخه د تورلګوني سزا یعني د قذف حد جاري سوی وي او بیا پر خپلي ښځي د زنا تور ولګوي دا سړی لِعَان نه سي کولای بلکی د تور لګوني حد پر جاري کیږي .

همدا راز نابالغه ، لیونۍ یا زانیه ښځه که مېړه په زنا تورنه کړي نو نه یې پر مېړه د تورلګوني حد جاري کیږي او نه لِعَان ته اړ ایستل کیږي ، ځکه نابالغه ، لیونۍ ، زانیه او پر چا چي د تورلګوني حد جاری سوی وي هغه د شاهدي ادا کولو وړتیا او اهلیت نه لري .

ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته